کابل برید: ناټو دخپلو دوو سرتېرو وژنه تائید کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ناټو کابل کې دطالبانو په نني موټر بم برید کې دخپلو دوو عسکرو وژنه تائید کړه.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري یو یې امریکایی او بل یې رومانیایی وو.

د کابل ښار د نهمې حوزې د شش درک سیمه کې نن تر غرمې مخکې موټربم برید وشو، طالبانو دبرید مسئولیت منلی او د لوړو تلفاتو ادعا یې کړې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و چې دبرید پایله کې یې دولس امریکایي او اته تنه دملي امنیت سرتیري وژلي او یوشمېر وسائط یې تخریب کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button