کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د دفاع وزیر اروپا ته تللی دی چي د افغان سولې معامله خپلو اروپایي ملګرو سره شریکه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، اورپا ته په درې ورځني سفر تللی دی چي د اروپایانو سره له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو موافقه شریکه کړي.
یسپیر همدا اوس په جرمني کي دی. مارک یسپیر د دوشبنې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي د جمهورریس ټرمپ سره وکتل، او پدې مجلس کي ټرمپ یو ځل بیا وویل چي غواړي له افغانستان زیات امریکايي عسکر راوباسي.
ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کي وویل،«دا جنګ ډېر اوږد سو. زموږ بهادرو عسکرو هلته په مېړانې جنګ کړی دی. خو هغوی هلته د پولیسو وظیفه اجرا کوي، او پولیس کېدل د هغوی دنده نه ده. نو لهذا موږ غواړو چي زیات شمېر عسکر راوباسو.
یسپیر خپل همسفره خبریالانو ته ویلي دي،«تر یو حده خبري لا رواني دي.» یسپیر به لندن او پاریس ته هم سفرونه وکړي.
















