کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
راتلونکو ولسمریزو ټاکنو کې ددولت ساز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح دخپلو کمپایني غونډو په دوام یوځل بیا دسولې مخالفت اعلان کړی دی.
امر الله صالح په کابل کي د خپلو پلویانو یوې غونډي ته ویلي دي،«د سولي وړاندي سوې موافقه یوه دسیسه ده. سوله نه ده.»
هغه زیاته کړې ده،«د دې موافقې هدف د افغانستان تقسیم او وېشل دي، موږ يې نه منو.» او پر وړاندې یې دریږو.
یوشمېر دولتي سرچینو بیا خبر ورکړی چې دحکومتي مشرانو او خلیلزاد ترمنځ دسولې مسودې په ځینو ټکو شدید اختلافات رامنځته شوي دي.
















