کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۴وږی، ۱۳۹۸)
د ملي امنیت رئیس په دنده کې د خپلې ناغیړۍ له کبله استعفاء ورکړې او د ګډ حکومت مشر اشرف غني منلې ده.
معصوم ستانکزی وروسته له هغه له خپلې دندې تیریږي چې تیره شپه ګډو ځواکونو په ننګرهار کې څلور وروڼه په یو ځای د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ووژل.
نوموړي ویلي چې دی دا اقدام د ننګرهار د پیښې په غبرګون کې کوي.
له تیرو څو ورځو راهیسي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو لخوا توند عملیات روان دي او د پرمختګ ادعا کوي، ښایي د ستانکزي په استعفاء کې د هیواد وروستی حالت هم دخل ولري.
په ارګ او امنیتي ادارو په دې وروستیو څو شپو کې زیات فشار دی او همدا لامل هم کیدای شي چې ارګ مشر دې ستانکزی استعفاء ورکولو ته اړ کړی وي ترڅو د خلکو راپارلیدلې غصه سړه کاندي.
















