د نننۍ اسلامي نړۍ ځوانان!!

 

لیکنه:فدا افغان

که چیرته د نننۍ اسلامي نړۍ ځوانانو ته فکر وکړو وبه وينو چي د ډېری ځوانانو په ذهنونو مو د غربي نوي دین یعني دیموکراسۍ، معاصر او يا د دوۍ په اصطلاح د معتدل اسلام او یا په کامله توګه د سیکولریزم ناولي او وژونکي پرده خوره شوي.
ځوانان مو ورځ تر بلي د فرهنګي او عقیدوي زوال سره مخامخ دي.
ځوانان مو هيڅ د مسؤلیت احساس نلري او په داسي یو خطرناک حالت کې قرار لرې چي هیڅ اټکل يې نشم کولای.
دوۍ د کلمې له شرایطو او د اسلام له ابتدايي مسايلو ناخبره د ښځو په شان پایڅې،غاړه کې لاکټ او ځنځیرونه،لاسونو کې ګوتي او سګريټ،غوږونو کې ګوشکي،په ږیره او ویښتانو کي د نړۍ د هر ګوټ د کفارو سټایلونه او یو شمېر پکې د سپیدې او سرخي خاوندان هم شته.

پداسي حال کې چې!

ټوله اسلامي نړۍ له یو سخت او بحراني حالت سره مخامخ دی، د نړۍ ټول کفار ورته په یو غږ او متحد دي او هیڅ ډول ظلمونه او وحشتونه يې ورڅخه ندي سپمولي،او که څوک په ځمکه کې د اسلام نعره پورته کوي او د یو واحد خدای عبادت کوي نو بیا په ځمکه کې د ژوند کولو حق نلري.
د مسلمانانو د غولولو لپاره يې د بشري او ښځو حقونو په نوم شیطاني او غولونکي ادارې رامنځته کړي تر څو ورباندي ځان بشرپال او خواخوږی معرفي کړي او اسلام خلکو ته نعوذ بالله د سخت دریزۍ او د تروریزم دین معرفي کړي او همدارنګه ورباندي د اسلام هغه پاک لمني او باعزته مېرمني چې د تاریخ په اوږدو کې يې د نارینوو سره اوږه په اوږه د اسلام د سپیڅلي دین د دفاع لپاره د سر په بیعه قربانۍ ورکړي له کورونو راوباسي او د بې حیایۍ او فحاشۍ په غرقوونکي سمندر يې لاهو کړي.

پداسي حال کې چې!

نن ټول اسلامي امت اسیر دی،نن مسلماني او باعفته خویندي بې عفته کېږي، نن مو مساجد ورانیږي او کلیساګاني ابادیږي،نن مو اقصا د یهودو د وحشت او بربریت د ناولیو قدمونو لاندي د مظلومیت اهونه کاږي،نن د طارق بن زیاد دلاس یادګار اندلس په هسپانیه بدل شوی او د کفارو نجوني او هلکان پکي د میني او عیاشۍ سندري وايي، نن مو د عمر مختار ټاټوبی طرابلس د ازادۍ نعرې وهي، نن مو د حلب د ښار رنګینې له بارودو قربان او په کنډوالو بدل شو، نن د ابو غریب او ګونتنامو په زندانونو کې مظلومي خویندي د کفارو له داسي وحشت څخه چې ژبه يې د ويلو او قلم يې دلیکلو توان نلري د خلاصون دپاره تاسو ته سترګي په لاره او د ورتګ شپې ورځي مو شماري.

خو ای ځوانانو!

تاسو په کوم طرف روان ياست ایا ستاسو ټول ژوند یوازي همدا شو چې بس وخوره او وڅښه.
تر اوسه له تاسو سره د مسؤلیت احساس ندی پیدا شوی،تر اوسه تاسو د فلمونو او سریالونو په لیدلو نه یاست ماړه شوی،تر اوسه ددې مظلوم اولس د مظلومیت چیغي او فریادونه ستاسو غوږونو ته ندي رسیدلي او تر اوسه تاسو ته ددې مظلوم ملت په باره کې د الله ج له دربار څخه ویره نده دریدلي.

نو ای د اسلامي امت ځوانانو!

مونږ او تاسو ته نور د غفلت له دغه اوږده خوبه دیوې متیني عقیدې او قوي عزم بښونکي اذان په غږ باندي پاڅیدل او ویښېدل پکار دي تر څو ددې مظلوم ملت په درد دوا شو،دا مظلوم اسلامي امت يو ځل بیا راټول او د حاکمیت پوړونو ته ورسوو تر څو یو ځل بیا د اسلام سپیڅلی بیراغ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپيږي تر څو خلکو ته د اسلام د سپیڅلي دین عدالت،بشرپالنه،روښانه مسیر،د ښځو او نارینوو حقوق او د اسلام بشپړ ټولنیز نظام ور وپيژنو.
او دا کارونه یوازي د اسلامي امت ځوان نسل چي ددې ملت د ملا د تیر حیثیت لري تر سره کولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button