تر نظامي جګړې خطرناکه جګړه؛ رواني جګړه!!

 

څارنوال حشمت عبیدی

د اسلام دښمنان په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د فکر، عقیدې، تمدن ، کلتور او انساني ارزښتونو د تسخیر لپاره فکري جګړه ترسره کوي. دا جګړه په ډېر قوت، تنظیم او ماهرانه شکل سره د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې روانه ده. دا جګړه له هغه وخت نه پیل شوه چې کله په کال (۱۲۵۰) م کې د فرانسې  پاچا (نهم لویس) د منصوري په جګړه کې د مسلمانانو په وړاندې ماتې وخوړه، او خپله هم د مسلمانانو سره اسیرشو. د بند په موده کې یې د مسلمانانو قوت د هغوی جنګي تجهیزات نه بلکې د هغوی عقیده او اخوت وپېژندل. کله چې د مسلمانانو له بند څخه خوشې شو، نو خپل نظامي او سیاسي مشران يې را وغوښتل،  ورسره يې دا خبره شریکه کړه. که غواړئ! چې مسلمانانو ته ماته ور کړئ،  د نظامي ډګر تر څنګه د هغوی د فکر  او عقیدې د له مینځه وړلو لپاره هم کار کول ضرور دی ،  د ملک نظامي او سیاسي مشرانو ورسره دا خبره ومنله ، چې دا جګړه له همغې ورځې را پدېخوا د  مسلمانانو پر وړاندې روانه ده.  مګر متأسفانه چې تر دې دمه ډېر مسلمانان د دې منظمې روانې جګړې څخه هیڅ معلومات نلري. او هغه مسلمانان چې له دې ناوړه جګړې څخه خبر دي، په وړاندې يې چُپه خوله ناست دي. د نظامي جګړې وراني/ویجاړي  به ډېر زر  ورغول شي، مګر د وران فکر او عقیدې رغول څه وړه خبره نده.

خو دا چې فکري جګړه د کومو اهدافو لپاره تر سره کېږي او ولې پرې له نظامي جګړې څخه څو چنده مصارف تر سره کېږي، د مثال په توګه اوسنۍ د اسلامي او کفري نړۍ رسنۍ که وګورو، يا هم په مختلفو ښکلو او ښايسته نومونو باندې مجلې، اخبارونه، او د سوشل ميډيا ګروپونه او نور هغه رسنيز وسائل چې خلک يې په روزمره ژوندانه کې کاروي، لکه تلوېزيون، راډیوګانې او نور. نو بیا به د کفري نړۍ د دا ډول جګړې؛ چې د مسلمانانو په خلاف يې پيل کړې معلومات به راته وشي.

دلته هغه اهداف چې دغه جګړه يې لپاره تر سره کېږي؛ په لاندې لنډ ډول يادوو:

۱. په مسلمانانو کې د غرب په مقابل کی د مقاومت د روحيې له منځه وړل.

۲. مسلمانان د اسلام په دین، تمدن او انساني ارزښتونو شکمن کول.

۳. غربي ټولنې ته د ریښتیني او مکمل اسلام د رسېدو مخنیوی.

۴. د اسلامي نړۍ لپاره، جعلي او د پردیو په لاس جوړ شوو قیادتونو رامینځ ته کول.

غرب دغه ډول غرب پلوو قیادتونو ته په لاندې ډګرونو کې امکانات برابروي، رشد ورکوي او پخپله میډیا کې يې ځلوي:

۱. دیني ډګر

۲. سیاسي ډګر

۳. فکري ډګر

۴. او اجتماعي ډګر

مربوطه مطالب

Back to top button