غورځنګ
دا چې طالبان د ولس لپاره د سولې هلې ځلې کوي او يا هم د خپلو سرونو په بدل کې خپل افغان ولس ته د سولې د راوستلو هڅې کوي، د دې لپاره چې افغان ولس دا څو لسيزې کيږې چې په جنګونو کې وخت تېروي او هېڅ کله يې هم خوښي او خوشحالي نه ده ليدلې، او طالبان د همدې ولس بچيان دي، نو ځکه د خپل ولس د سوکالۍ لپاره هر ډول هڅې او هاند کوي.
دغه رنګ امریکايان چې د سولې د کولو هڅه کوي، هم د خپلو پوځيانو د ژوند غم اخيستي دي او د خپلو پيسو د تاوان په کيسه کې هم دي. ځکه چې امریکا په افغان جګړه کې بې ساري تلفات ځاني او مالي تلفات وليدل او لا يې هم ويني، نو ځکه خو په تېزۍ سره د سولې د ترسره کولو هڅې او هاند کوي.
خو د افغانستان اوسنی په نوم ولسمشر (اشرف غني) چې اصلاً په غرب کې لوی شوی او پالل شوی دی، په هېڅ صورت هم افغاني خټه نه لري بلکې يوازې او يوازې غرب پېژني او غرب پالي، زوی او لور يې په امريکا کې بې غمه ژوند کوي، او دی د ولس د غولولو لپاره د درواغو شعارونه ورکوي او ځان ته په وطن مين شخص وايي، خپل واک ورته له هر څه بهتر او غوره دی، په دې کيسه کې نه دی چې ولس په څومره بې درېغۍ وژل کېږي. بس يوازې او يوازې د خپل واک او ځواک په غم کې دی، د خپل واک د دوام لپاره يې پر خپل ولس هر ډول ظلمونه او سمتونه را اخيستي دي او خپلو خارجي او داخلي داړه مارانو ته يې د هر ډول شپنيو چاپو، مرګ او ژوبلو اجازه ورکړې ده، په دې اخر کې خو يې يوازې په وژلو زړه يخ نه شو بلکې د کورونو سوځول يې پيل کړل، په سلهاوو دوکانونه، مساجد، عام المنفعه ځایونه او مدرسې يې ورانې او ويجاړې کړې.
نو که فکر وکړو، داسې یو شخص چې مکمله روزنه او پالنه يې په غرب کې شوې وي، اولاد يې مکمل په خارج کې زېږېدلی او او اوس هم په خارج کې اوسېږي، نو داسې شخص به د خپل ولس پر وژنو څنګه خواشينی شي او څنګه به د ولس وژنې په خلاف د غږ پورته کولو تمه ترې وشي؟؟
بلکې د دغه ډول منحوس شخص چې څومره نور هم وس کېږي هغومره به خپل افغان ولس وژني ځکه چې د ده سکني زامن او لوڼه نه پکې وژل کېږي او نه پکې ټپيان کېږي.
نو که د عام ولس د سوکالۍ غم کوي، يوازې طالبان به يې کوي او که د خپلو پوځيانو د روغ رمټ وتلو غم وي، نو امريکايان به يې کوي، د ولسمشر غني يې له سولې سره څه سروکار نشته بلکې يوازې او يوازې خپل قدرت او واک غواړي.
په پای کې وايو چې د ولسمشر غني يې له ولس وژنې سره څه؟؟!


















