(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۷، یکشنبه)
د فرانسې په ليون ښار کې په يوه بريد کې چې د یوه افغان او د هغه د یوه نامعلوم ملګري له خوا ترسره شوی نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، بريد د ليون ښار د ويلوربان په سيمه کې د دوو تنو له خوا شوی چې یو تن پکې وژل شوی او اته نور ټپيان شوي.
ځايي پوليس وايي، یو تن بريد کوونکی د پوليسو په ډزو ټپي او ونيول شو او دوهم تن يې تښتيدلی چې لټون يې روان دی.
په پيښه کې د ټپي کسانو له ډلې د درې تنو يې روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.
پوليسو ويلي، یو تن برید کوونکی افغان کډوال دی چې فرانسه کې يې د اوسيدو اسناد هم ورکړي و خو د دوهم تن په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د برید اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو پوليس وايي، د یادې پيښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
















