لیکواله: زهرا “امین”
ملاله هغه افغانه پېغله وه چې د میوند په جګړه کې يې له)) الله اکبر(( نارې سره سم د افغانانو بیرغ له ځمکې را پورته کړ او بیا یې څو پښتو لنډۍ په لوړ آواز سره وویلې چې له هغو څخه یې یوه دا ده:)) که په میوند کې شهید نشوې * خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه(( د دې نجلۍ پاک احساس، جرئت او دغو صادقو شعري نارو یې د ماتې خوړلیو ځوانانو لوېدلی مرال یو ځل بیا را ژوندی کړ او تورې یې جګې کړې.
افغان ځوانان) د غازې محمد ایوب خان په مشرۍ( د انګریزانو په لیکو ورننوتل او د هغوی منظم صفونه یې تار- مار کړل چې نتیجتاً فتح د افغانانو په نصیب، مګر ملاله پکې شهیده شوه! خو شاته یې روڼ او ځلاند)د غیرت( تاریخ پرېښود.
د ملالې میوندۍ هیله دا وه چې افغانان له غلامۍ څخه وژغوري او خپل اجدادي غیرت یې ورته راویښ کړي.
ملالې دا نه غوښتل چې افغانستان ته دې یو ځل بیا دا سور مخي او شین سترګي راشي، دا د هغې هیله نه وه چې په دې پاکه خاوره دې دا کفري لښکرې بیا-بیا وګرځي.
افسوس! چې اوس هغه نجونې هم په ځانونو د ملالۍ نومونه اېږدي چې غربيانو تربیه کړې او زموږ د ټولنې دخرابولو له پاره یې دلته له ځانونو سره را وستلې دي ؛ دوی نن په خارجي دفترونو کې) لوڅ مخونه او بربنډې مټې( له هغو خلکو سره ناستې دي؛ چې ملالۍ یې د شړلو په تکل ځان قرباني کړو.
د شهیدې ملالې هیله دا نه وه چې د میوند د شهیدانو وینې دې و پلورل شي، د کونډو او یتیمانو په حقونو دې بولډینګونه جوړشي، د هغوی عزت او ابرو دې پیمال شي؛ خو افسوس چې دا هر څه وشول او لاهم هغه دي چې کیږي.
هر څه تکرار شول! سورمخي بیا راغلل، شین سترګو دلته شیطاني جالونه وغوړول، ډلې ډلې مېړني ځوانان یې تر چړو لاندې کړل او راته ویې وژل ، وحشتونه یې بې شمېره شول، ډمې یې د خرمستیو لپاره راوستې او د افغانانو سرنوشت یې په لاس ورکړ؛ نو ځکه خو زه وایمه چې ملاله شهیده او هیله یې هم شهیده شوه.
















