کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ددولت ساز ټیم دویم مرستیال سرور دانش دامریکایي ولسمشر له لوري د روانو مذاکراتو له لغوه کېدا وروسته په نوماندانو غږ کړی چې ټاکنو ته تیاری ونیسي.
دانش چې نن یې د لوړو زده کړو په وزارت کې د حسیني عاشورا تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، ټاکنې یوه ملي او ارزښتمنه پروسه ده او اوس یې باید ټول افغانان ملاتړ وکړي.
د سرور دانش په خبره د سولې په برخه کې په دې وروستیو کې ډېر ابهامات او پېچلتیاوې رامنځ ته شوې وې چې اوس ختمې شوې دي.
هغه زیاته کړې چې افغانان باید د ټاکنو لپاره تیاری ونیسي او په خبره یې تر هغه وروسته د افغانانو په خوښه جوړ شوی حکومت کولی شي هېواد ته دایمي سوله راولي.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت د سولې مخالف نه دی، خو هغه سوله غواړي چې په افغانستان کې د کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي او روانه جګړه په رښتینې توګه ختمه کړي.
دانش داسې مهال دټاکنو تیاري ته نوماندان رابللي چې نن د امریکایي ولسمشر له لوري دتېر برید اوامریکایي سرتیري د وژلو په غبرګون کې دسولې روانې خبرې لغوه اعلان شوې .
















