یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امريکايي وحشي پوځيان به بيا هم زموږ له هيواده ډېر ژر وزي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 8, 2019
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

عبدالمالک همت
لکه چي په افغانستان کي د سولي په اړه د امريکايانو او طابانو د خبرو په بهير کي څرګندېده امريکايي طواغيتو د سولي پر ضد ډول ډول ضد او نقيضي څرګندوني کولې. له دې څخه په ډاګه کېده چي ټرمپ پر يوه خوا وو او نور امريکايي او افغاني سوله ضد عناصر پر بله خوا ول. او دا هم ښکارېده چي د سولي مخالفينو ټرمپ په خپل هوډ او دريځ کي وتردد کړی دی. ځکه نو د سولي د خبرو د پای ته رسېدو په شېبو کي او په دې اړه د توافقليک د لاسليکېدو د مهال په راتلو سره د ټرمپ له خوا په ناڅاپي ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو د درولو امر څه عجيبه خبره نه ده. دا چي امريکايي طاغوت ټرمپ د طالبانو له خوا د یوه امریکايي سرتېري په ګډون د ۱۲ کسانو وژل پلمه کوي دا هسي اوتي بوتي دي.
لکه چي پوهيږو د سولي د خبرو سره هممهاله امريکايانو په ډېر شدت سره زموږ د ملکي خلکو مرګ ژوبله او د هغو د کورونو، شتمنيو او درناوي وړ اماکنو بمباردول او ورانول پيل کړه چي له بده مرغه تر همدې نن ورځي پوري په پرله پسې توګه دوام لري(دغسي وروستی جنايت يې د وردګو ولايت په جغتو کي کړی دی).
له دې بېشرمو جنايتونو څخه د دوی موخه داوه چي افغانان متقابل عمل او غچ اخيستلو ته وهڅوي او بيا يې د سولي د خبرو په يوه حساسه مقطع کي له سولي څخه د پر شاکېدو پلمه کړي.
هر عمل عکس العمل لري. که امريکايي ځناورو دغسي جنايتونه نه وای پيل کړي، افغانانو به هم پر دوی باندي غچ اخيستونکي بريدونه نه کولای.
په هر صورت د امريکا د طاغوت دغسي موضع غوره کول د افغانانو د موضع او غوښتنو د حقانيت او د امريکې پر مرکچي پلاوي باندي د طالبانو د معنوي برلاسۍ او معقوليت او پر امريکايي طواغيتو باندي له هر اړخيزي لوړتيا څخه استازولي کوي. موږ پر دې باور او ډاډ لرو چي امريکايان هر څومره بې حيايی او پلمي وکړي او ځانونه ايسه او دوری کړي او نړيوال پر ځانونو وخندوي بيا به هم په پايله کي که خدای کول په ډېر نژدې مهال کي پر باطل باندي د حق او حقيقت د بري زېري اورو.
اوس چي تر کومه ځايه زه پوهېږم امريکايي ښکېلاکګران لکه چي د ګران هيواد د غيورو خلکو سره په نابرابره جګړه کي په شرمېدلې ماته ، مات دي، دادی اوس په سياسي ډګر کي هم په شرمېدلې ماته سره دغسي مات سوي دي او دغسي پلمې لټوي.
درنو دوستانو !
حقيقت دادی چي امريکايي ځناور نور دلته د جنګ وس ته لري او نه يې د لګښتونو لپاره څه ور سره پاته دي (د مالي او اقتصادي افلاس سره سخت لاس او ګريوان دي او تريلينونه ډالر پوروړي دي)، نو زه خپلو ګرانو او زورېدلو هيوادوالو ته ډاډ ورکوم چي زموږ له دې مقدسي خاوري څخه امريکايي ځناور پوځيان به ان شاء الله په دې نژدې وختونو کي تر دې لا په شرمو شر مېدلي تښتي.
د دې خبري دلايل بېخي ډېر دي او ما دمخه ويلي دي، خو دلته به يې څو په لنډو ټکو کي بيان کړم:
د امريکې خلک دې اوږدې جګړې داسي ستړي کړي او په عذاب کړي دي چي تر پوزي يې راوستلي دي. حقيقت دادی چي له هاغه ماوراء بحار څخه پر افغانستان غوندي هيواد باندي اشغالګرانه واک ټينګول، دلته د امريکايي پوځ دغومره اوږده موده مصروفېدل، پر دې چاره د دوی تريلينونه ډالر لګېدل (د امريکايانو رسمي سرچينې وايي چي په افغانستان کي د دوی د پوځ د هري مياشتي لګښت څلور مليارډه ډالر دی او پر دې سر بېره نور ډېر لګښتونه هم کوي)، د دوی د عسکرو پرله پسې مرګ ژوبله، د دوی د بې خرتو ډېرو سپکو او درنو وسلو او جګړه ييزو وسايلو ويجاړېدل او استهلاکېدل، د دې اوږدې جګړې له امله په درسته نړۍ کي د دوی نوم بدېدل او بالاخره هم دلته د جګړې د ګټلو چانس په خوب لا نه ليدل، ډا ټول هغه څه دي چي ټول امريکايان يې د ناهيلۍ، ستړيا، ذلالت او سختو پرېشانيو سره مخامخ کړي دي. اوس هر امريکايي ته له ټرمپ څخه نيولې تر تروروستي فرده په عين اليقين سره جوته سوې ده چي په افغانستان کي دوی ته د دغي خونړۍ او فاجعه زېږوونکي جګړې ګټل سخت ناشونی کار دی او « خيالست ومحالست وجنون ».
دا بېهوده او بې پايلي اوږده خونړۍ او د درنو لګښتونو جګړه د امريکې د ولس پر اوږو باندي يو داسي دروند پېټی دی چي نور يې نه سي وړلای. د دې جګړې ګټه صرف يو شمېر هغو داړه مارانو ته رسيږي چي په دې خړو اوبو کي د خپلي خوښي کبان نيسي، د جګړې په بهير کي بدي ګټي ترلاسه کوي، ډول ډول امتيازونه اخلي او په ډول ډول لارو چارو د امريکې د ولس پيسې په بډه وهي.
ټرمپ د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دا درک کړې وه چي د پورتنيو ستونزو او دلايلو پر بنسټ امريکايان نه غواړي د دوی عسکر په افغانستان کي د هيڅ لپاره ووژل سي او د دوی مالیې هلته پرله پسې بې ځايه مصرف سي. ځکه نو ټرمپ ولسمشرۍ ته د رسېدو رمز په دې کي ليدی چي امريکايانو ته وعده ورکړي چي د برياليتوب په صورت کي به امريکايي پوځونه له افغانستان څخه باسي. له دې امله هغه بريالی هم سو. نو اوس که ټرمپ همدغسي پر دې خپله نټه ودريږي او بيا هم د امريکې د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشريزو ټاکنو پوري خپل اشغالګر پوځ له دې هيواده ونه باسي خپلو خلکو ته بې وعدې کيږي او هغوی يې د بيا ټاکلو لپاره رايه نه ورکوي، ځکه نو دی اړ دی زموږ له هيواد څخه پوځونه بهر کړي.
بل، لکه چي خبر يو سر له همدې اوسه د دوی د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو نور نوماندان وايي چي د برياليتوب په صورت کي به د دوی لومړی کار له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو را ايستل وي. نو که ټرمپ په دې اړه خپله وعده پوره نه کړي، پر ځای به يې بل څوک له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د بيرته ورغوښتلو په باب د دې ژمني په ورکولو سره ولسمشر سي او هغه به زموږ له هيواد څخه خپل پوځي ځواکونه باسي.
بله خبره داده چي موږ الحمد الله مسلمانان يو او پر لوی څښتن او د هغه پر سپېڅلي کلام قرآن کريم باندي عقيده لرو او څه چي قرآن وايي هغه هم کيږي. قرآن کريم موږ ته فرمايي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [الأنفال:36].
ژباړه: کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى ، هغوى خپلي شتمنۍ د دې لپاره لګوي چي خلک (مومنان) د الله له لاري (او پر خداى او د هغه پر پيغمبر باندي له ايمان) څخه راوګرځوي. دوى خو به په دې لار کي خپل مالونه ولګوي، مګر بيا به د دوى د دغو لګښتونو پايله هغو ته د افسوس او پښېمانۍ لامل وګرځي (ځکه مالونه به يې له لاسه ووزي او هغو هيلو ته به هيڅ ونه رسيږي) او پاى به دا کسان (د مومنانو په وړاندي) مغلوب (او د ماتي سره مخامخ) سي. او د غه کافران به (په آخرت کي) د جهنم دوږخ لور ته ورټول کړى سي (او په هغه کي به عذاب ورکړه سي).
نو پورته څرګندونو او د غه مبارک آيت ته په کتو سره موږ يقين لرو چي زموږ د ګران هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو مهال ډېر را نژدې سوی دی. امريکايي وحشي پوځيان به په هر ډول چي وي زموږ له هيواده پښې سپکوي او دلته به خامخا د: (جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81))[الاسراء: ۸۱] ملکوتي آواز زمزمه کيږي. وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ.
د پورتني آيت ژباړه داده: حق (اسلام چي يوازي د الله د عبادت او پالني او د عدل او انصاف دين دي) راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل (کفر او شرک چي د ډول ډول معبودانو د عبادت، مادي پالني او ظلم دين دی) له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سي ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی).

لوی ټکي: افغانستانامریکاوحشیان
مخکینې مطلب

دانش: هرڅه روښانه شول، اوس باید ټاکنو ته تیاری ونیسو

بل مطلب

کرزي؛ له طالب او امریکایي مرکچیانو دسولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com