کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي دطالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو بهیر پر لغوه کېدا خواشیني ښودلې، او غوښتنه یې کړې چې ښکېل اړخونه باید سولې ته د رسېدا لپاره یوځل بیا سره جرګه شي.
کرزی وایي، کله چې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو اسلامي تحریک ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوي دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي.
کرزی دخپل اعلامیې په دوام زیاتوي، په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
نوموړي د سیمې له سترو هېوادونو غوښتنه کړې چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي بلکې سرعت هم ور وبخښي.
کرزی په اخرکې هیله څرګندوي چې د طالبانو اسلامي تحریک او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره، پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شي.
دا غبرګونونه او اندیښنې وروسته له هغه رسنیزې شوې چې امریکایي ولسمشر دخپل یوسرتیري له وژلو وروسته په یو تازه اقدام کې طالبانو سره دمذاکزاتو پرانیستې دروازې وتړلې.
















