یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

طالبان: د ټرمپ خبرې تر بل هر چا زیات تاوان امریکا ته رسوي، نهایي بری زموږ دی

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 8, 2019
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
14
ځلې شریک شوی
169
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۷وږی، ۱۳۹۸)

طالبانو د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو وروستیو خبرو ته ځواب ویلي چې نوموړي د افغان سولې په اړه د طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه کړې وې.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ټرمپ نن سهار وختي په خپل ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره یې د سولې روانې خبرې ودرولې او په وینا یې چې امریکا ته د طالبانو د مشرانو تګ یې هم کینسل کړ.

ټرمپ لیکلي وو: “هیڅوک پدې خبر نه ول چي د یکشبنې په ورځ به د طالبانو مهم مشران او د افغانستان جمهورریس جلا جلا زما سره په کمپ ډېوډ کي په مخفي توګه ملاقات وکړي. هغوی باید نن شپه امریکا ته راغلي وای. خو له بده مرغه، طالبانو د خپل کاذب قدرت د ښودلو لپاره دا ومنله چي هغوی په کابل کي حمله وکړه، او زموږ یو بهادر عسکر او ۱۱ تنه نور يې ووژل.”

طالبانو لږ مخکې د ډونالډ ټرمپ د دې خبرو په غبرګون کې یوه معقوله اعلامیه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي چې د ټرمپ دغه خبرې به تر هر چا زیات تاوان خپله امریکا ته ورسوي او په ټکو یې چې اعتبار به یې زیانمن، د سر او مال زیان به یې زیات شي.

طالبانو ویلي چې امریکایي لوری تر پرونه د سولې له روانو خبرو راضي وو او په وینا یې چې په دې وخت کې دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاسلیک په تیاریو بوخت وو.

د اعلامیې له مخې چې د هوکړې تر لاسلیکیدو وروسته د روانې میاشتې ۲۳مه نیټه د بین الافغاني خبرو د پیل لومړی ورځ ټاکل شوې وه.

طالبانو د ټرمپ لخوا د یوه سرتیري د وژلو پر سر د سولې روان جریان درول له حوصلې او تجربې لرې کار بللی او زیاته کړې یې ده چې تر یاد برید مخکې امریکا او داخلي ملاتړو یې په ګڼو بریدونو کې سلګونه افغانان ووژل او شمتنۍ یې ورته د اور خوراک کړې.

په خپره شوې اعلامیه کې امریکا ته د طالب مشرانو د سفر په اړه ویل شوي: “د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمي خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه، موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و.”

طالبانو د خپل باور له مخې ویلي چې امریکا به بیرته همدې دریځ ته راځي او زیاته کړې یې ده چې طالبان متزلزل دریځ نه لري بلکې شل کاله وړاندې یې هم د تفاهم غږ پورته کړی وو.

د اعلامیې په پای کې راغلي: “زموږ د تیرو اتلسو کلونو مبارزې به امریکاته ثابته کړې وي چې موږ بې له دې چې د هیواد اشغال مو په ټولیزه توګه پای ته ونه رسیږي او افغانان خپلې خوښې ته پرېنښودل شي په بل هيڅ شي نه قانع کیږو، د همدې ستر هدف لپاره به روان جهاد ته دوام ورکوو او په نهايي بري باندې کلک باور لرو. ان شاءالله و ماذلک علی الله بعزیز”

لوی ټکي: ټرمپخبرېسولهطالبانقطر
مخکینې مطلب

کرزي؛ له طالب او امریکایي مرکچیانو دسولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې

بل مطلب

بغلان: طالبانو د ګذرګاه نور ولسوالۍ ونیوله

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

وروستي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com