کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دیوې سختې جګړې وروسته د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې امنیتې پوستې په بشپړ ډول سقوط کړي دي.
طالبانو دیوې اعلامیې په نشرولو سره دیادې ولسوالۍ سقوط منلی او دیوشمېر مهماتو دنیولو ترڅنګ یې دولتي لوري ته دلوړو تلفاتو اړولو ادعا هم کړې ده.
اعلامیه وایي، دې عملیاتو کې د دولت ۲ هاموې ټانګونه، ویجاړ شوي، ګڼ شمیر پولیس او عسکر يې مړه او ژوبل شوي، باقې پاتې په تیښته بریالي شوي دي.
طالبان زیاتوي، ورسره له دولتي لوري څخه یو رینجر موټر او خورا ډیره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکې یې تر لاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ هم سقوط کړې وه چې خورا دروند مالي اوځاني تلفات یې دولتي لوري ته اړولي وو.
















