سوله؛ د بريمنو لپاره د بريا او د مغلوبو لپاره د ماتې هنداره!!

غورځنګ

لکه څنګه چې سوله د يوه جنګ ځپلي هېواد او ملت لپاره اړينه او لازم ده تر څو د ملت او هېواد وګړي د ارام ژوندانه ساه واخلي.

که څه هم سوله په څو ډوله ده يا هم څو حالتونه لري خو مونږ په خپله ليکنه کې  د هغې سولې په اړ غږېږوکومې چې د دوو ملتونو يا هېوادونو تر منځ تر سره کېږي او يا هم د يرغلګر او يرغمل شوي ملتونو تر منځ کېږي چې اوس وخت کې يې ښه بېلګه افغانستان دی،

امریکا پر افغانستان باندې يرغل وکړ او ادعا يې وکړه چې اسامه بن لادن چې دوی ته مطلوب شخص و، افغانستان ورته پناه ورکړې او بايد امریکا ته يې وسپاري، که څه هم طالبان هغه وخت دومره قوي او مضبوط خلک نه و خو بيا يې هم د اسامه په اړه دريځ او خبره سمه او داسې وه چې د سالم عقل غوښتنه وه. خو امریکايان چې د هغه وخت او  اوسني وخت سوپر پاور دي؛ د طالبانو خبره نه اورېدله او خپله خبره يې ټينګه کړې وه، نو يې پر افغانستان بريد وکړ او طالبانو نظام يې ړنګ کړ.

دا دی تقريباً دوه لسيزې کېږي چې د طالبانو او امریکايانو جګړه ورځ تر بلې سخت پړاو ته ننوځي، که څه هم امريکايان ورځ تر بلې د وارخطايۍ تر څنګ ګومان کوي چې کېدای شي نن به حالات ښه شي او يا به هم سبا ښه شي خو د امریکايانو د توقعاتو خلاف ورځ تر بلې بدتري ده.

خپلې موضوع ته راګرځو چې سوله د بريمنو لپاره د بري هنداره او د ماتې خوړونکو لپاره  د ماتې هنداره ده.

که چېرته احياناً د امریکا او طالبانو تر منځ سوله شوې وای، نو دواړو ډلو به د سولې په هنداره کې خپلو تېرو اعمالو، کردارونو، اهدافو او ادعاوو ته کتل او بيا به يې قضاوت په خپله کاوه، بريمنو به شکر اېستلو چې خپلو اهدافو ته ورسېدل او الله ج ته به يې د شکر سجدې ايښودلې. خو ماتې خوړونکو به بيا پر خپله ماته په شرمنده ګۍ اعتراف کاوه او سر به يې خپل ګرېوان ته ښکته کاوه. پر ځان به يې لعنت وايه.

امريکا چې پر افغانستان يې له يرغل څخه ستر اهداف، سترې ادعاوې او خواږه شعارونه درلودل، خو په عمل کې يې ټوله نړۍ ويني چې هېڅ يې هم ثابت نه کړل.

لومړنۍ ادعا يې دا وه چې اسامه بن لادن په افغانستان کې دی، خو ټولې نړۍ وکتل چې اسامه بن لادن چېرته وو؟ او په کوم ځای کې امریکا پرې حمله وکړه؟

بله ادعا يې دا وه چې په افغانستان کې د القاعده وو ځالې دي، نو کله يې په ثبوت ورسولې چې رښتيا هم افغانستان کې دغه ځالې شته؟؟

امريکايانو چې ځانونه يې بشر دوستان بلل او په نړۍ کې دوی ته د بشر د مدافعينو په نظ کتل کېدل؟؟ تر سولې وروسته به د دوی هغه کړنې چې په تېرو نولسو کلونو کې يې په افغانستان کې تر سره کړي دي؛ په کوم نامه يادېدلې؟؟

دغه کړنې به بشر ضد وې؟؟ او که د بشر د دفاع لپاره؟؟

امریکا چې له افغانستان څخه يې ستر اهداف درلودل او دلته يې د ډيموکراسۍ د ترويج ستره ادعا کوله، نو تر کولو وروسته به نړۍ ته دوی څنګه قناعت کاوه؟؟ او نړۍ ته به يې څه ويل چې ولې مو اهداف تر لاسه نه کړل؟؟ او خپله ډيموکراسي يې په افغانستان کې ولې ترويج نه کړه؟؟

بلخوا طالبان چې د افغانستان د ازادۍ لپاره له هېڅ ډول سرښندنې څخه درېغ نه کوي، نو د سولې تر کولو وروسته به طالبانو خپل ځانونه رښتيني فاتحان بلل او الله ج ته به يې د شکر سجدې لګولې، او تر څنګ به يې دا ادعا هم رښتينې بڼه غوره کړې وای چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې،

نو بايد ووايو چې سوله د بريمنو لپاره د بري او د ماتې خوړونکو لپاره د ماتې هنداره ده!!

مربوطه مطالب

Back to top button