سهېل شاهین: دتوافقنامې له نهایي کېدا وروسته دټرمپ ټوېټونو دامریکا حیثیت زیانمن کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دقطر سیاسي دفتر ویاند او دطالبانو دمذاکراتي ټیم غړي سهېل شاهین د امریکایي ولسمشر وروستیو ټوېټونو ته کلک غبرګون ښودلی دی.

شاهین نن ماښام مهال په خپل ټوېټر لیکلي《‏څو ورځې وړاندې مو د امریکایي ټيم سره توافقنامه نهایي کړه، متن یې ددواړو ټيمو د مشرانو له خوا په نښه او دقطر لوري ته وسپارل شو.

موږ ټول پرې راضي وو. پدې اتفاق وشو چې دقطر هیواد به یې اعلان کوي. پدې وخت کې ناببره د ولسمشرټرمپ ټویټونه دحیرانتیا وړ او یقینا خپل اعتبار یې زیانمن کړی》

تر دې وړاندې د طالبانو په مفصله اعلامیه کې راغلي وو چې امریکا دوی ته رسما بلنه ورکړې وه څو دې هېواد کې له امریکایي ولسمشر سره لیدنه وکړي؛ خو دا سفر دوی دتوافقنامې تر لاسلیکه ځنډولی وو.

ډېری سیاسي شنونکي هم په دې باور دي چې امریکا په همدغه اساس طالبانو سره روانه پروسه لغوه اعلان کړه چې یاده ډله هیڅ تنزل ته اماده نه شوه، برعکس یې امریکایي جهت اړ کړ تر څو ډېر څه ورسره ومني.

مربوطه مطالب

Back to top button