مجاهد: که د مذاکراتو پروسه مړه شوه؛ جهادي انتخاب مو لا ژوندی دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دمذاکراتو له ځنډېدا وروسته د رسنیو وروستیو تبلیغاتو ته توند غبرګون ښودلی دی.

مجاهد لیکلي《که ټرمپ د خبرو پروسه مړه وبلله نو زموږ بل انتخاب جهاد او مبارزه لا ژوندۍ ده، هغه څوک نشي وژلی.

مجاهد دخپل غبرګون په دوام لیکلي《ټرمپ به ډیر ژر پیښیمانه شي، ځکه چې دوی له کلونو جګړې وروسته د بریا پر لور نه، بلکه دشکست پر لور رهي دي》.

دیادونې وړ ده، دمذاکراتو پروسې له لغوه کېدا وروسته یوشمېر داخلي رسنیو دطالبانو خلاف خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی و چې مجاهد یې یاد غبرګون ته اړ کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button