پاکستان: هند په کشمیر کې نسل وژنه پیل کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
پاکستان وایي، هند سره یې د خبرو کولو ټول امکانات له منځه تللي، ځکه چې دې ظالم هېوادپه کشمیر کې د کشمیریانو نسل وژنه پیل کړې ده.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي چې د کشمیر خاوره کې د هند غیر قانوني پوځي اشغال ورته د زغم وړ نه دی.
هغه ویلي، هند هڅه کوي په دې سیمه کې نسل وژنې ته لار پرانېزي. نوموړي په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته تر وینا وروسته خبریالانو ته ویلي، له هند سره د دوه اړخیزو همکاریو هیڅ امکان نه ویني.
هغه له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې په بېړه جدي اقدامات وکړي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې هند څه موده وړاندې د کشمیر لانجمنې سیمې خپلواکي لغوه کړه او زرګونه پوځیان یې یادې سیمې ته ولېږل څو د ممکنه تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.
هند تراوسه په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی خو تردې وړاندې یې تور پورې کړی وو چې پاکستان دهندي پوځیانو د ټکولو په موخه جنګیالي تربیه کوي او کشمیر پرې نا امنه کوي.



