کاناډایي ورځپاڼه: امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د ټورنټو سټار په نامه یوې کاناډایي ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو مفصل مطلب کې لیکلي چې امریکا به طالبانو سره د احتمالي هوکړې له فسخه کېدو سره سره ډېر ژر خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي، له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې تر ټولو ستره نیمګړتیا دا وه چې دغې ډلې له افغان حکومت سره د یوه مشروع حکومت په توګه له خبرو ډډه کوله.

د ورځپاڼې په باور بله نیمګړتیا چې تر ټولو جدي ننګونې یې زېږولې دا وه چې له طالبانو سره کېدونکې پرېکړې د یو اوربند ضمانت نه کاوه.

د سرچینې په خبره دا هغه ستونزه وه چې افغانستان یې یو بل ګړنګ ته ټیل وهلی شو او دافغانانو هیلې یې خاورو سره خاورې کړې.

خو طالبانو بیا ځینې رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې دوی له امریکایي مذاکراتي ټیم څخه په رسمي توګه د ځواب غوښتنه کړې، اوکه مذاکرات همداسې ګونګ پاته شول؛ ددوی جهادي انتخاب لاهم پر خپل ځای دی.

مربوطه مطالب

Back to top button