پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د مذاکراتي پروسې د ځنډ په رابطه څو ناویلي حقایق..!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 12, 2019
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
133
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: نعمت میوند 2019- سپتمبر-۱۱

د رواني سپتمبر میاشتې پر۸مه نیټه، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په ناڅاپي توګه د یو ټویټ له لاري د کمپ ډیویډ له هغي غونډي پرده پورته کړه چې په اړه یې وارله مخه مالومات نه و رسنیز شوي، ترڅنګ یې له طالبانو سره د مذاکراتو روانه بریالۍ پروسه هم وځنډوله.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نوموړي دا کار په داسې غیرمترقبه شکل وکړ چې نه یې خپل مذاکراتي ټیم په اعتماد کې واخیست او نه یې هم د هغوی حیثیت ته وکتل، حال داچي له لوړپوړو سیاسي او نظامي کسانو څخه جوړ دا ټیم یې نژدې یو کال د مذاکراتو د بریا په برخه کې خورا ستر محنت کړی و، مختلفو هیوادو ته یې مکرر سفرونه کړي و، له ډیرو جهتو سره یې تفاهم کړی و، له طالبانو سره یې ډیر لاینحله موضوعات حل کړي، ترمپ نه د باندنیو چارو وزارت او نه یې هم د امریکا د نورو رسمي جهتونو نظر پوښتلی و. همدا لامل دی چې د مذاکراتو د ځنډ خبره تراوسه پورې د امریکا د هیڅ یوې رسمي ادارې لخوا نه ده ښوریدلی، بلکې یوازې د ټرمپ همدا ټویټ دی وبس، د بهرنیو چارو وزیر یې د ترمیم کوښښ وکړ خو اوبه تر ورخ تیرې وي او خپله ټرمپ هم لکه چا چي تېر ایستلی وي، وروستي حرکات او څرګندوني یې نارمل نه ښکاري او په تېر ایستونکو کې یې د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن نوم هم راته چي پرون یې په هغه هم زړه یخ کړ او له کاره یې ګوښه کړ، کیدای شي ټرمپ ورته ویلي وي چي په ما خو دي په یوه څپیړه سل خپل او پردي مخونه خوږ کړل نو ته به هم نور د سپیني ماڼۍ په مجلل انګړ کي قدم رانه کښېنږدې.

په هرحال د لیکني په راتلونکو پراګرافونو کې به د ځینو ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس د دې پیښې څو عمده لاملونه درسره شریک کړم:

لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه، که څه هم د ټرمپ دا کار ناڅاپي بلل کیږي، خو د مذاکراتو له جریانه باخبره سرچینې وایي چې دا کار ناڅاپي نه، بلکې همدا تشویش وار لمخه لا موجود و، د امریکا د مذاکراتي ټیم څخه دا څرګنده شوي وه، چې هغوی د ټرمپ له مزاج او د مذاکراتو په وړاندي له پرتو ننګونو نه سخت په تشویش کې وو، چې همدا تشویش یې بالآخره په حقیقت بدل شو.
دا چې ولې د دې وېره موجوده وه، په اړه یې څو لاندې دلایل کیدای شي:

1- ډونالډ ټرمپ پخپل ټویټ کې د مذاکراتو د کینسل کیدو علت، په کابل کې د یوه امریکایې وژنه وبلله؛ چې ظاهراً دا دلیل معقول نه ښکاري، ځکه چې تر دې وړاندي هم امریکایان ډیر وژل شوي او په آینده کې به هم ښایي ووژل شي، نو د یوه امریکایې مرګ د دومره لوی جریان د دریدو لامل نشي کیدای، البته د اوبو خړولو کمزورې بهانه کېدای شي.

2- دا هم لیري نه ده چې امریکایي لوري فکر کړی وي چې د توافقنامې په لاسلیک سره به دکابل اداره و شړیږي چې بیا به یې هرڅه له لاسه وتلي وي، ځکه مذاکراتو ته نږدې سرچینې وایې چې د توافقنامې په لاسلیک سره به د بهرنیو ځواکونو رول بدلیده او فعالیت یې محدودیده ، او دا هم حقیقت دی چې د کابل حکومت د همدې بهرنیو ځواکونو د نظامی رول له برکته د ژوند سا اخلي.

3- د باخبره سرچینو د مالوماتو له مخې داسې ښکاري چې په توافقنامه کې ځای شوي مواد د ځینو کړیو خوښ نه وو، دغه ټکي د امریکا پر حکومت په کور دننه فشار زیات کړی و، د مذاکراتو مخالفینو او جنګ غوښتونکو جهتونو ورته ویل چې توافقنامه زموږ په ګټه نه ده، د کابل ادارې هم خپل معلومات او نظریات امریکایې چارواکو ته داسې وړاندې کول چې د مذاکراتو جریان تاواني او خطرناک وښيي، یا ښایي دغې ادارې امریکایانو ته دا کاذب امید ورکړی وي چې په زور جنګ ګټلی شو خو چی تاسی لیږ زور لا نور وکړی، نو ممکنه ده چې ټرمپ او ملګرو دې دا قدم په دې خاطر اوچت کړی وي چې همغه جنګ غوښتونکو او د مذاکراتو مخالفو ته څه وخت ورکړي او بیا ور ته ووایي چې دا ده له مذاکراتو پرته هم هیڅ نه ترلاسه کیږي، هغه مذاکرات لا ښه و.

4- مګر ترټولو قوې احتمال یې دا ګڼل کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ طالبانو ته امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، خو طالبانو لکه څنګه چې پخپله اعلامیه کې ویلي، د هغه بلنه یې د توافقنامې ترلاسلیک پوري په تعویق کې اچولې وه، دا ځکه چې افغاني دود داسې دی چې دښمن د دښمن کورته تر جوړي کولو مخکی نه ورځي، د طالبانو دغه دریځ ښایي، ټرمپ ډیر په غوصه کړی وي، ځکه امریکایي چارواکي تراوسه په نړۍ کې له داسې چا سره نه و مخ شوي، چې د امریکا دعوت دې رد یا وځنډوي، اصلاً امریکا له داسې غبرګون سره بیخي نا اشنا وه، نو ځکه یې په ځواب کې د بل عکس العمل پرځای د څه وخت لپاره مذاکرات وځنډول، ترڅو د دوی په فکر، طالبان په دې سره تنبیه او تر فشار لاندې راولي.

*وروسته به څه کیږي؟*

له شک پرته چې جګړه یو ستر ناورین دی، ترهرچا زیات متضرر او قرباني یې هم افغان ولس دی، له همدې ځایه وه چې ترمذاکراتو پورې د افغان ولس ډېرې هیلې تړلې وې، ترڅو یې کور له اشغال او جنګ جګړو خلاص او یوه سوله ایزه فضا رامنځ ته شي.
متاسفانه چې د ټرمپ دغه ناڅاپي او ناسنجیده کار زموږ هیوادوال ترډېره حده ناهیلي کړل، تر دې بدتره بیا دا چې د کابل ادارې چارواکو یې استقبال وکړ، سره له دې چې د طالبانو د اعلامیې په وینا، ( د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته د رواني سپتمبر میاشتي ۲۳م نیټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې لومړۍ ورځ ټاکلې شوې وه.) د دې باوجود، بیا هم د کابل ادارې له لوري د مذاکراتو لغوه کیدو ته د هغوی خوښي څرګندول؛ ثابتوي چې دغه جنګ غوښتونکي چارواکي هیڅکله په افغانستان کې د بهرني اشغال او جګړې پرختمولو خوښ نه دي.
په داسي حال کې چې په دنیا کې ښایی هیڅ باشعوره سړی بې موجبه تر امن جګړه غوره ونه بولي، هغه کار چې د کابل حکومت چارواکو وکړ دا نو د ولس په زخمونو د مالګې دوړولو مترادف عمل و.

په هر صورت د خبرو د بیا پيلیدو او د افغانستان غمیزه د خبرو له لارې پای ته رسولو باندې اوس نژدې ټوله نړۍ متفقه ده، حتی امریکا کې هم د ا نظر اکثریت دی او هم حاکم دی او دا هم یقیني ده چي امریکا خو هسي هم وزي خو د دې توافقنامی د لاسلیک په صورت کي بې هم د وتلو خوندي لاره پیدا کړې وای او هم به یې څه ناڅه حیثیت پکي خوندي شوی وای چي دا دواړه د جنګ له لاري نشي پیدا کولای. نو د تل لپاره د مذاکراتو دروازه بندول د هیڅ چا نه پخیر تمامیږي، او نه داسې څه شواهد شته چې دا ځنډ دې تلپاتی و اوسي.
څرنګه چې روانه جګړه افغانستان ته دروند زیان اړوي، همدارنګه یې امریکا هم له تاوانه خوندي نه ده، په دې تېرو اتلسو کالو کې چې امریکا څومره ځاني، مالي او د حیثیت د را لوېدو زیان، پرته له څه ملموسې لاس ته راوړنې ګاللی؛ عیان لره د بیان اړتیا نشته، او آینده کې هم د امریکا لپاره د همدې تاوان د زیاتیدو امکان ډېر او د کمیدو دا يې له نشت سره برابر دی او دا هم واضح ده چې په جنګ یې نشي ګټلای.
ځکه چې د طالبانو په اعلامیه کې واضح راغلي چې دوی به تر اخیري بریا پوري خپل روان جهاد جاري ساتي او په وینا یې پرخپلي بریا یي سل سلنه باور هم دی.

د طالبانو په وینا، د مذاکراتو متوقف کول به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، (اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي.)

دویمه خبره دا چې یوې کره سرچینې راته وویل چې د امریکایي پلاوي مشران اوس هم د طالبانو سره په مستقیم تماس کې دي، تر دې چې د سرچینې په وینا د ټرمپ تر اعلان څو شیبې وروسته د امریکایی پلاوي د مسئولینو له خوا طالبانو ته وویل شول چې تاسو حوصله وکړئ، له جدي عکس العمله ځان وساتئ چې خبره بیرته موږ راجوړوو، هغوی حتی دا هم ویلي و چې موږ امریکا ته په لاره یو او تر اوسه مو لا د ورستیو ناستو د جریان راپور هم له مشرتابه سره نه دی شریک کړی.
له دې نه ښکاري چې د مذاکراتو لړۍ بیرته پیلیدونکې ده، ښایي بیرته همغه توافقنامه په همغه شکل او یا له څه زیاتونو او کمونو سره بیرته د لاسلیک میز ته برابره شي، ترڅو اشغال پای ته ورسيږي، ورپسې بین الأفغاني تفاهم پیل شي، ځکه چې د افغانستان روان کړکیچ له دې پرته بل معقول حل نه لري.
زیاتره شنونکي په دې باور دي چي د مذاکراتو د ځنډیدو په ټس کي ممکن د امریکا د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن په شان، هم په کابل او هم په امریکا کي ډیری جنګ غواړي سټي د قدرت له ګدۍ را پریوزي.

پای…….!
نعمت میوند
2019 سپتمبر 11

لوی ټکي: امریکاخبرېطالبانقطر
مخکینې مطلب

جنراله ماري ایډر: دافغان جګړې د پایته رسولو یواځنۍ لار سیاسي ډیپلوماسي ده

بل مطلب

دمذاکراتي پروسې له لغوه کېدا وروسته زلمي خلیلزاد له خپلې دندې د استعفا وړاندیز کړی

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

وروستي

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com