(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۲، جمعه)
د امریکا کانګرس وايي، د سولې خبرو لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد يې له طالبانو سره د وروستيو خبرو د معلوماتو ورکولو په تړاو ور غوښتی دی.
د امريکا کانګرس د بهرنيو آړیکو د کميټې رئيس يليوټ انګل په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې خليلزاد بايد لس بجې د استماعيه خونه کې غونډې لپاره حاضري ورکړي.
د انګل په وینا، له خليلزاد به وپوښتل شي چې ولې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې نيمايي کې بندې شوې.
تر دې وړاندې هم خليلزاد د کانګرس غونډو ته وربل شوی چې نوموړي حاضري نه ده ورکړې خو انګل وايي، دا ځلې په یاده غونډه کې د خليلزاد حاضري اختياري نه ده او که ورنه شي نو کميټه به له نورو لارو هم کار واخلي.
امريکا د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره له تير یوه کال راهيسې د سولې خبرې روانې کړې وې چې نهايي کيدو ته په نږديدو کيدو سره د ټرمپ له لوري دغه خبرې لغوه اعلان شوې.
تيره ورځ ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې زلمي خليلزاد د خپلې دندې استعفا لیک هم وړاندې کړی خو تر اوسه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري نه دی منل شوی.


















