کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د زابل د شملزو ولسوالۍ ښوونکي شکایت کوی چې دولت ورته له یوه کال راهیسې معاشونه نه دي ورکړي، اونه یې هم څوک غږ اوري.
ښوونکي وايي، چې د تېر کال راهیسې ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي او تمه لري، چې ولایتي چارواکي یې ستونزې حل کړي.
دوی زیاتوي، زده کوونکو ته تر شنه اسمان لاندې زده کړې ورکوي، چې لا یې هم ځینې کړۍ زده کړو ته نه پرېږدي او سیاسي ګټه ترې اخلي حتی ورباندې د فساد او وسله والو طالبانو ته د معاشونو د ورکړې تورونه هم پورې کوي.
ښوونکي او د سیمې قومي مشران وايي، که چېرې د ښوونکو معاشونه ورنکړل شي ښوونځي به وتړي او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
دا راپورونه داسې مهال رسنیز کیږی چې نن دګډ حکومت مشر طالبانو ته دولت سره دیوځای کېدا بلنه ورکړه، او زیاته یې کړه چې طالبان دې بې معاشه جګړه پرېږي، او دحکومت په ملاتړ دې بامعاشه جګړې ته دوام ورکړي.


















