طالبان اشرف غني ته: که د بهرنيانو سيوری مو پر سر نه وي؛ یوه اوونۍ کې ټول افغانستان نيسو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ وږی ۲۳، شنبه)

طالبانو د اشرف غني هغه ادعاوو ته غبرګون ښودلی چې په وینا يې په تيره اوونۍ کې زر طالبان وژل شوي او دوه زره نور ټپيان شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په یوه کمپايني غونډه کې خپلو پلويلویانو ته وکړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اشرف غني به غبرګون کې په خپره کړې خبرپاڼه کې د اشرف غني یاده ادعا رد کړې زياتوي د امریکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير يې هم ورته ډول بې اساسه ادعاوې کړې وې.

طالبانو پيغور ورکړی (که تاسې د زرګونو طالبانو شهيدانولو وړتيا لرلای تاسې به په هیواد کې ښکاره او ملموسه سيمه نيولې وه په داسې حال کې چې لويې لارې درباندې بندې او په وروستيو کې د کندز، بغلان او فراه ولايتونه ته سقوط ته نږدې او لسګونه عسکر مو پکې ووژل شول).

طالبانو په وروستيو کې خپل عمليات پراخ کړي او په کندز، بغلان، تخار او فراه ولايتونو کې يې په تيرو دوو اوونیو کې اته ولسوالۍ، لسګونه پوستې او پوځي مرکزونه نيولي او په زیات شمیر عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز طالبانو په ننګرهار کې د صفر یک قطعې په عملیاتو کې د څلور وروڼو د وژنې، په میدان وردګو کې د اووه ملکيانو وژل کيدلو او په شپنيو عملياتو او بمباريو کې د ملکيانو د وژنې یادونه کړې چې په وينا يې (تاسې باید د افتخار پر ځای په داسې جناياتو د شرم احساس کړی وای).

طالبانو اشرف غني ته ويلي، په پرديو ميوږيو دې پورته پورته نه کیږي که بهرنيان ورسره نه وي نو یوه اوونۍ کې ترې ټول افغانستان نيسي زیاتوي: “که د امریکایي بادارانو سیوری مو په سر نه وي ولاړ، د ملت په وړاندې د یوې اونۍ د تاب را وړلو توان در په کې نشته، نو په پردیو میوږیو پورته پورته غورځیدل هيڅ کله د ویاړ خبره نشي کیدای”.

مربوطه مطالب

Back to top button