علامه محمد معين الدين ابوالفضل
ځينو علماؤ ليکلي دي چي يو مجاهدچي کله هغه دعا کوي کومه چي نبي صلی الله عليه وسلم دأحد په غزا کي کله چي مشرکان جنګ ته رامات سول کوله نودومره طاقت په دغه دعا کي موجوديږي چي څلورکونجه دنيا سره ښوروي ، دعا دا ده : اللهم قاتِلِ الْكَفَرَةَ الَّذِيْنَ يُكَذِّبُونَ رُسُلَكَ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيْلِكَ وَاجْعَلْ علَيْهِمْ رِجْزَكَ وَعَذَابَكَ .الحديث
پوه سه ! چي اول خو د اسلام له نظره دعا د مطلق مسلمان لپاره د ديني او دنيوي مشکلاتو د حل يوه ستره او عظيمه ذريعه ده ، خو بالخصوص د مجاهدينو لپاره بيا دعا د فتح او نصرت تر ټولو لويه وسله ده ، موږ په «هداية المجاهدين» کي په دې اړه زيات تفصيلات کړيدي ، هر څوک چي د نبي صلی الله عليه وسلم د غزاګانو تفصيلات وګوري ، او په هغوئ کي دده مبارک او دده د مبارکو اصحابو رضي الله عنهم و دعاؤ ته شديده توجه او پوره پاملرنه وويني نو دا په ښه توګه ورمعلومېږي چي مجاهدين بايد په څومره ټينګه طريقه دعا ته متوجه وي او کوي يې، امام شافعي رحمه الله په دؤ مشهورو بيتو کي د دعاپه باب داسي ويلي دی :
أتهزأُ بالدعـاء وتزدريــه ** وما تدري بما فعل الدعـاءُ
سهام الليل لا تخطئ ولكن ** لها أجلٌ وللأجل القضـاءُ .
د بدر په غزا کي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده اصحابو رضي الله عنهم کومي دعاوي او زارۍ کولې ، نو الله پاک د هغو ذکرو او دعاؤ د قبلولو ذکر په قرآن کريم کي داسي کړيدی :
« إِذْ تَسْتَغِيْثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ » [ الأنفال:۹] .
يعني درياد کړئ هغه وخت چي ( د بدر دغزا تر پيل ړومبی) تاسي خپل رب ته فريادکاوه ، دکومک غوښتنه مو ترې کوله ، نو ده ستاسي فرياد قبول کړ ، په دې ډول چي زه به ستاسي امداد وکړم په زرو ملائکو سره ، چي يوه په بله پسې به راتلونکې وي . د بخاري شريف په کتاب المغازي کي د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت د نبي عليه السلام دعا (چي په بدرکي يې کوله) داسي ذکر سوې ده :« اَللّهُمَّ إِنِّيْ أُنْشِدُ كَ عَهْدَكَ وَوَعْدَكَ ، اللهم إنْ شِئْتَ لَمْ تُعْبَدْ) .
د خندق په غزاکي چي غزوة الاحزاب هم ورته ويله کېږي رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي دعا او زارۍ الله پاک ته کولې ، او مشرکانو ته يې داسي ښېرا کوله : « اللهم مُنزِلَ الْكِتَابِ، سَرِيْع َالْحِسابِ ، اهْزِم ِالْأَحْزابَ ، اهزمْهُمُ وَزَلزِلْهُم ْ) رواه البخاري عن ابن أبي أوفى .
دښمن دجاسوسانو له شرڅخه دحفاظت دعا :
روایت دی چي دمکې مکرمې فتحي ته د امادګي پر مهال نبي صلی الله علیه وسلم داسي دعاوکړه « اللهم خُذ ِالْعُيُوْنَ وَالْأَخْبارَ عَنْ قُرِيْشٍ حَتَّى نَبْغِتُها فِيْ بِلادِها» [ كما في رواية الطبراني ]. .
قنوت نازله (چي ده مبارک په لمانځه کي يوه کافي زمانه ويلې ده او په صحيحو احاديثو ثابته ده) مجاهدينو ته ددعا په باب لوی تعليم دی ، او دعا په رجز او شعر سره هم ثابته ده ، چي د خشوع ، حضور او د دعا د نورو آدابو مراعات پکي وسي ، لکه چي د خندق دکندلو په وخت کي د خندق په غزا کي نبي عليه الصلوة والسلام فرمايلي دي :
اللهم لَوْلا أَنْتَ ما اهْتَدَيْنا وَلا تَصَدَّقْنا وَلا صَلَّيْنـا
فَأَنْزِلَن سَـــــــــكِيْنـَةً عَلَيْنـا وَثَبِّتِ الْأَقْدامَ إِنْ لاقَيْنـا .
دارنګه پر خپلو اصحابو د شفقت له وجي يې په نظم کي داسي دعا دوئ ته د خندق د کندلو پر مهال کوله :
اللهُمَّ إِنَّ الْعَيْشَ عَيْشُ الآخِرَةِ فَاغْفِرْ لِلْأَنْصـارِ وَالْمُهاجِرَةِ .
او اصحابو به داسي ویل :
نحْنُ الَّـذِيْن َبايَعُوْا محمدًا ،، عَلَى الْجِهـادِ ما بَقِيْنا أَبـَدًا.
او دعا کله د تکبير او تهليل په شکل کي وي ، لکه چي له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم له يوې غزايا له حج يا عمرې څخه رجوع راوکړه ، نو د زمکي پر هر لوړ ځای چي به راپورته سو ، نو درې واره به يې الله اکبر وايو بيا به يې داسي وويل : لا إله إلا اللهُ وَحدَهُ لاشَريكَ لَهُ ، لَهُ الْـمُلْكُ وله الحمدُ وهو على كلِّ شَيْءٍ قديرٌ ، آئِبُوْنَ تائِبُوْنَ عابِدون لِرَبِّنا حامِدُوْن ، صَدَقَ الله وَعْدَهُ وَنصَرَ عَبده ، وهَزِمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ (رواه البخاري في الدعوات).
له دغه روايت څخه دا ثابته سوه چي مجاهدين لکه څنګه چي جهاد ته د تللو، دارنګه د جهاد د جريان په حال کي بايد دعاوي کوي ، نو دارنګه چي له جهاد څخه فارغ سي ، او خپلو ځايونو ته بيرته راروان وي ، هم بايد دعاوي کوي ، الله پاک خپل رسول ته فرمايلي دي : « فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ والى رَبِّكَ فَارْغَبْ » يعني نوکله چي ته فارغ سې نو ستړی سه په دعاکولوکي .
يوه له هغودعاؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جهاد او غزاکي کوله دا وه :
اَللهُمَّ أَنْتَ عَضُدِيْ ، وَنَصِيْرِيْ ، بِكَ أَحُوْلُ وَبِكَ أَصُوْلُ وَبِكَ أُقاتِلُ (رواه أبو داود والترمذي، قال الخطابي : أحول يعني أحتال ]..
دارنګه به کله د نبي عليه الصلوة والسلام په زمانه کي مجاهدينو د جهاد په دوران کي خپل شعار چي موږ يې نام شب بولو داسي جمله وګرځوله چي پر دعا به يې دلالت کاوه ، لکه دا قول : «حم لا ينصرون» .
تر اسلام له مخه په نورو امتونو کي هم مجاهدينو دعا ته ډېره توجه کوله او دعا يې يوه لويه جهادي وسله او د کاميابۍ ذريعه بلله، د طالوت لښکر او مجاهدين چي ټول درې سوه او ديارلس نفره ؤ (په مثل د مجاهدينو د بدر) کله چي د جالوت کافر او دده لښکر ته د جنګ او جهاد په نيت ورښکاره سول ، او خپل ضعف او قلت د نفوسو ته ، او د جالوت زور ، دبدبې او بې شميره لښکرونو ته يې وکتل نو د صبر او د جنګ په صف کي د محکمېدلو غوښتنه يې له الله پاک څخه وکړه ، او هغه دعا يې وکړه چي الله پاک په قرآن کي داسي حکايت ورڅخه کړی دی :
وَلَـمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
يعني او هغه وخت چي ورښکاره سول دوئ (طالوت او دده ملګري مجاهدين) جالوت او دده لښکر ته ، نو وويل دوئ، يعني الله پاک ته يې زارۍ شروع کړې او داسي دعا يې وکړه : اې زموږ ربه! راتوی کړه پر موږ صبر ، يعني د دغه جنګ پر سختيو موږ کامل صبرکوونکي وګرځوه ، او ټينګي کړه پښې يا قدمونه زموږ ، د جنګ په ليکو کي ، او پر دغه قوم دکافرانو موږ ته نصرت اوکومک راکړه
د آل عمران د سورت په (۱۴۶/ ۱۴۷ او ۱۴۸) آياتونو کي الله پاک داسي فرمايلي دي (ترجمه 🙂 او ډېر داسي نبيان ول چي له دوئ سره د مومنانو ډېرو ډلو له کافرانو سره جنګ کاوه ، نو د هغه تکليف له وجي به دوئ سستي نه کوله کوم چي دوئ ته به د الله په لار (جهاد) کي د ځاني او مالي تاوان له وجي رسېدی ، او نه به يې کمزوري کوله ، او نه به يې دښمن ته تسليمي کوله ، بلکي کامل صبر يې کاوه ، نو دوئ به الله پاک ته محبوب وګرځېدل . ځکه الله پاک صبر کوونکي خلګ خوښوي . او نه به ؤ قول د دوئ (د جنګ او جهاد دسختيو په وخت کي) ماسوا له دې چي وبه ويل دوئ : اې زموږ ربه! راوبخښه موږ ته ګناوي زموږ ، او اسراف زموږ په کار زموږ کي (يعني که د جهاد په کارونو کي تقصير او اسراف راڅخه سوی وي چي سبب د ناکامي په جنګ کي راته ګرځي ، او که نوري ګناوي وي نو هغه راوبخښه) او کومک راکړه موږ ته پر دغه قوم کافرانو باندي، نو ور به کړ دوئ ته الله پاک ثواب د دنيا (يعني د دوئ کومک به يې وکړ ، عزت او سر لوړي به يې پر کفارو نصيب سوه ) دارنګه به ورکړ دوئ ته الله پاک ښه او نېک ثواب د آخرت ، او الله پاک نيکي کوونکي کسان خوښوي .
کوم مسلمانان نر يا ښځي چي له جهاد څخه وروسته پاته وي ، نو د جهاد يو ډول دا دی چي اسلام ، مسلمانانو او مجاهدينو ته دعاوي کوي د کمزورو او ضعيفانو دعاوي د مجاهدينو د غټ نصرت او فتحي سبب ګرځي ، په يوه حديث کي راغلي : انماتُنْصَرُون بِضُعَفَائِکُمْ (العالم والمتعلم) . يعني بېشکه خاص دا خبر ده چي له تاسي سره چي د الله پاک نصرت اوکومک کېږي ، نو هغه ستاسي د ضعيفانو په سبب وي ، لکه سپين ږيري ، مريضان ، ښځي او بې وسه خلګ ، يعني د دوئ د دعاؤ په سبب الله پاک ستاسي نصرت کوي .
دمجاهدينو لپاره يوه ارزښتناکه دعا :
دغه لاندي يوه ډيره ارزښتناکه دعاده چي مجاهدين يې زده کړي اوکوي يې ، يا يې ناست خلګ مجاهدينو ته کوي :
اللهم يا مُنَزِّلَ الْكِتابِ وَيا مُجْرِيَ السَّحابِ وَيا سَرِيْعَ الْحِسابِ وَيا هازِمَ الْأَحْزابِ أِهْزِمِ النَّصارَى وَ الْيَهُوْدَ الْمُحارِبِيْن لِلْإِسْلام وَالْمُسْلِمِيْنَ ، اَللَّهُمَّ أهْزِمْهُم وَزَلْزِلْهُمْ ، اَللَّهُمَّ أقْذِفِ الرُّعْبَ فِيْ قُلُوْبِهِمْ ، اللهم فَرِّقْ جَمْعَهُمْ ، اللهم شَتِّتْ شَمْلَهُمْ ، اللهم خالِفْ بَيْن آرَائِهِمْ ، اللهم اجْعَلْ بَأْسَهُمْ بَيْنَهُمْ ، اللهم أَرِنَا بِهِمْ عجائِبَ قُدْرِتِكَ يا قَوِيُّ يا قادِرُ ، اللهم أَذِلِّ الدُّوَلَ الْكافِرَة الْمُحارِبَةِ لِلْإِسْلام وَالْمُسْلِمِيْنَ ، اللهُمَّ أَرْسِلْ عَلَيْهِمُ الرِّيَاحَ الْعاتِيَةِ وَالْأَعاصِيْرِ الْفَتَّاكَةِ وَالْقَوارِعِ الْمُدَمِّرَةِ وَالْأَمْراضِ الْمُتَنَوِعَةِ ، اَللَّهْم اَشْغِلْهُم بِأَنْفُسِهِمْ عَنِ الْمُؤْمِنِيْنَ ، اللهم لا تَجْعَلْ لَهُمْ عَلى مُؤْمِن يَدًا وَعَلَى الْمُؤْمِنِيْنَ سَبِيْلًا ، اللهم أَتْبِعْهُم بِأَصْحابِ الْفِيْلِ وَأجْعَل كَيْدَهُمْ فِيْ تَضْلِيْلٍ ، اللهم أَرْسِلْ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبابِيْلَ تَرْمِيْهِمْ بحجارة مِنْ سِجِّيْلٍ ، اللهم خُذْهُمْ بِالصَّيْحَة وَأَرْسِلْ عَلَيْهِم حاصِبًا ، اللهم صُبَّ عَلَيْهِمُ الْعَذابَ صَبًّا ، اللهم أخَسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ وَأَنْزِلْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّماءِ ، اللهم أقْلِبِ الْبَحْرَ عَلَيْهِم نارًا وَالْجَــوَّ شُهُبًا وَإِعصارًا ، اللهم أَسْقِطْ طائِراتِهِمْ ، اللهم دَمِّر مُدَمِّراتِهِمْ وَأجْعَلْ قُوَّتَهُم عَلَيْهِمْ دِمارًا يا ذا الجلالِ والاكرام يا حَيُّ يا قَيُّوْم .
اللهم أِنَّ بِالْمُسْلِمِيْنَ مِنَ الْجُهْدِ وَالضَّنْكِ وَالضَيْقِ وَالظُّلْمِ ما لا نَشْكُوْهُ إِلَّا إِلَيْكَ ، لاإله إلا الله الْحَليْمُ الْعَظيم ، لا إله إلا الله رَبُّ الْعرشِ الْكريمُ ،لا إله إلا الله رَبُّ السَّموات وَالْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعظيم .
من تفسير فضل الرحيم، سورة الانفال .

















