میدان وردګ: ناټو دسیدآباد په تنګي کې د ولسي وګړو په وژنې بښنه وغوښته

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
ناټو دمیدان وردګ ولایت په سید آباد کې دملکي وګړو پر وروستۍ وژنې رسمي بښنه وغوښته.
،بهرنيو ځواکونو د وردګو د سيداباد په تنګي کې د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو له امله بښنه غوښتې.
وردګو ولایت کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو له جدي غبرګونونو وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو قوماندان دې ولایت ته ورغلی او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به دغه راز پېښې نه تکراریږي.
نوموړي د میدان وردګو ولایت له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او وایي له ولایتی ادارې سره په ګډه چمتو دي چې ددې پېښې په تړاو څیړنې وکړي.
ناټو داسې مهال رسمي بښنه غواړي چې لاهم دولتي لوری یاد برید کې دطالب جنګیالیو د وژل کېدو خبرونه ورکوي.
بهرنیو ځواکونو دېته ورته زرګونه بریدونه کړي چې هر برید یې له ځانه سره درنده مرګ ژوبله لري، خو دیاد برید له ترسره کېدا وروسته بښنه غوښتل هم یوه سیاسي لوبه ده چې بهرنی جهت ځان په ډیرو کمو جنایاتو کې شریک بولي.



