طالبان: که امریکا د جنګ دوام غواړي؛ مونږ سل کاله نور هم جګړه کولی شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۳، شنبه)

تيره ورځ ځينو رسنيو راپور ورکړ چې په قطر کې د طالبانو درې کسيز پلاوی مسکو ته رسيدلی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي خو اسوشيټډ پرېس او ځينې نورې رسنۍ د طالبانو دغه سفر تاييدوي چې به وينا يې د سولې خبرو په اړه له روسي چارواکو سره وګوري.

د سرچینو په وينا، په دغه پلاوي کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شير محمد عباس ستانکزی، د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهيل شاهین او یو بل تن شامل دي.

په عین حال کې د د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شير محمد عباس ستانکزي د روسيې له (ارټي) خبري ادارې سره په یوه مرکه کې ويلي، طالبان بيا هم د سولې غوښتونکي دي خو زياتوي که امریکا د جنګ دوام غواړي نو طالبان هم سل کاله نور جګړه کولای شي.

د ستانکزي په وينا، دا چې امریکایان په تيرو اوونيو کې د زرګونو طالبانو د وژنې ادعا کوي خو د یوه امریکايي عسکر د وژنې په پلمه د سولې خبرې دروي په خبره يې که امریکايان طالبان وژني نو طالبان هم د امريکايي عسکرو د وژنې حق لري.

امریکا له طالبانو سره له تير یوه کال راهيسې خبرې روانې کړې چې نهايي کيدو ته نږدې وې او یوازې لاسليک پاتې و چې ټرمپ په کابل کې د طالبانو په بريد کې د یوه امریکايي عسکر د وژنې په پلمه دغه خبرې لغوه اعلان کړې او پر طالبانو يې د بريدونو د زياتولو امر وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button