(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۳، شنبه)
د امريکا فارن پاليسي مجله ليکي، چې امریکا د افغانستان جنګ کې ماتې خوړلې او د افغانستان راتلونکی به هيڅکله هغه بهرنيان ونه ټاکي چې له اووه زره ميله ليرې ځایه ورغلي دي.
په مطلب کې راغلي، امريکا به افغانستان کې سلګونه مليارده ډالره مصرف کړل خو هيڅ ګټور کار يې ونه کړ.
فارن پاليسي زياتوي، امریکا به د سولې اړوند خبرې وکړي، خپل پوځونه به افغانستان کې پريږدي، ولسمشرۍ ټاکنې به ترسره شي خو بايد په یاد ولري چې امریکا د افغانستان جګړه کې شکست خوړلی ځکه چې په نږدې دوو لسيزو تيريدو زرګونه امریکايي پوځيان او له پنځه سوه زيات افغان ملکيان ووژل شول، ميلياردونه ډالره يې د امنیت او ثبات په نوم ولګول خو هيڅ نتیجه يې ورنکړه.
غربي رسنۍ په دې باوري دي چې امریکا په افغانستان کې شکت خوړلی او یوه ورځ به خامخا ماتې خوړلې امريکا افغانستان پريږدي.


















