کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۳، شنبه)
د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دوو نفوذي عسکرو د خپلې پوستې قومندان او نهه نور عسکر په ډزو وژلي دي.
پيښه تيره شبه د يادې ولسوالۍ مربوط د دامانۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په یاده پوسته کې د دوی دوو تنو نفوذي عسکرو د پوستې قومدان سيف الله او نهه نور عسکر ځای پر ځای ووژل او بریدګر عسکر طالبانو سره یوځای شوي.
د مجاهد په خبره، بريدګرو عسکرو له پوستې څخه اووه ميله وسلې، یو ماین پالو یو فلډر موټر، دوه د شپې او دوه د ورځې دوربينونه او په زياته اندازه مهمات هم طالبانو ته وروړي دي.
طالبانو تر دې مخکې په خپلو خبرپاڼو کې ويلي، چې د دولت په پوځي لیکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او د وخت څخه په استفاده به پر بهرنيو پوځيانو، چارواکو او نظامي قومندنانو بريدونه کوي.
د طالبانو نفوذي کسانو تر دې مخکې هم پر بهرنيو او دولتي عسکرو بريدونه کړي چې سلګونه پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


















