کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د ډیلي ټایمز په نامه ورځپاڼې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خپل خپاره کړي مطلب کې د ویلسن څېړنیز مرکز د اسیا او سویلي اسیا د څانګې د مرستیال مایکل کوګلمن له قوله لیکلي چې له طالبانو سره خبرې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللې.
سرچینې د نوموړي له خولې زیاته کړې چې ټرمپ یو ځیرک مرکچي دی او د خبرو درولو پرېکړه یې ښایي یو ډول چال وي څو طالبان ووېروي.
سرچینه وړاندې کاږي دا چال ښایي له دې امله وي چې نوموړی طالبان په یو ډول ووېروي څو د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او له یو کمزوري دریځه د خبرو مېز ته کېني.
خو دطالبانو یو پلاوي بیا یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبروکې ویلي چې دوی د سولې غوښتونکي دي خو که امریکا جګړې ته دوام ورکوي نو دوی کولی شي سل کاله نور هم جګړه وکړي.
دطالبانو ملاتړو دخپلو مشرانو داجمله خورا خوښه شوې، خپل مشران یې ستایلي، اوغوښتنه یې ترې کړې چې تېر په څېر په خپل دریځ محکم او مستحکم ودریږي.


















