امریکا کې دناټو سفیر: طالبانو سره به دسولې خبرې ژر بیرته پیل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دطالبانو اوامریکایانو دسولې خبرو له لغوه کېدا وروسته امریکا کې د ناټو پخواني سفیر طالبانو سره د سولې خبرې د ژر بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.

دوګلاس لوټ ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري، طالبانو سره د امریکایي ُپلاوي خبرې باید بېرته له سره پیل شي.

دوګلاس زیاته کړې چې طالبان به هم له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي خو د نوموړي په خبره دا چاره وخت ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څه موده وړاندې په کابل کې د یو امریکایي سرتېري تر وژل کېدو وروسته دا خبرې ودرولې او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره د خبرو وخت نور پای ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې طالب پلاوي په مسکو کې د خبرو بیا پیل ته چمتووالی ښودلی خو زیاته کړې یې ده چې که امریکا جګړې ته دوام ورکوي نو دوی هم سل کاله نور جګړه کولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button