کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوځل بیا دامریکایي قواوو په وتلو اندیښنه ښودلې، او دا اقدام یي دامریکا او افغانستان په ضرر بللی.
محب وایي، د امریکا له لورې د ځواکونو د ژر وتلو پرېکړه به د افغانستان، امریکا او نورو ملګرو هېوادونو پر امنیت بده اغېزه وکړي.
هغه د امریکا له سي بي اس ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د داعش او القاعده په ګډون نور وسلوال فعالیت کوي، که دولتي ځواکونه په سمه توګه تجهیز نه شي، امریکا ته ګواښ پېښولی شي.
محب زیاته کړې، روان کال په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو خونړی کال و پکار ده چې امریکا ددولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا حقیقت یواځې امریکایي لوري نه، بلکه دولتي لوري هم درک کړی چې دوی دامریکا په نظامي ملاتړ ولاړ دی، که دا مرسته پرې ودریږي، دساعتونو په طول کې به راونړیږي.


















