کابل ټکی کام( شنبه، ۲۳وږی، ۱۳۹۸)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسامه بن لادن زوی “حمزه بن لادن ” وژل شوی دی.
ټرمپ ویلي چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د حمزه په وژل کیدو سره د القاعده شبکې فعالیت کمزوری شوی دی.
تر دې وړاندې هم یو ځل راپورونه ورکړل شوي وو چې د اسامه زوی حمزه بن لادن د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی.
خپله د القاعده شبکې رسمي منابعو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حمزه بن لادن د اسامه په زامنو کې یو له هغو کسانو څخه وو چې د غرب په ضد یې سختې خبرې کولې او د خپل پلار د غچ غږ یې راپورته کړی وو.


















