د افغانستان پولې ته نږدې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي؛ دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی۲۴ یک شنبه)
د پاکستان د پوځ رسنيزه څانګه وايي، چې افغانستان سره پر پوله يې پر دوو جلا جلا پيښو کې شپږ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په دير سيمه کې په يوه بريد کې درې پوځيان وژل شوي، يو ټپي دی.
د سرچینې په وينا، دغه پوځيان په یاده سيمه کې پر پوله په موانعو جوړولو بوخت و.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، د جمعې په ورځ ناوخته په شمالي وزيرستان کې هم په یوه بريد کې یو پوځي وژل شوی او یو بل ټپي شوی.
پوځ ادعا کړې چې بریدګر وسله وال د افغانستان له خوا ور اوښتي او پر پاکستاني پوځيانو يې برید کړی دی.
وخت د تحریک طالبان پاکستان ډله پر پاکستاني پوځيانو او د هغه هيواد په تأسيساتو د بريدونو مسؤولیت په غاړه اخلي خو تر اوسه يې د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.
پاکستان له تيرو شاوخوا درې کلونو راهيسې هڅې پيل کړي چې د افغانستان سره پر پوله موانع ولګوي چې د چارواکو په وينا دغه پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي.



