په یوه مياشت کې د طالبانو له خوا د اتو ولسواليو سقوط او د لويو لارو تړل، د هغوی د قوت نښه

راپورتاژ: عبدالرحمن
طالبانو په وروستيو کې د هيواد په بيلابيلو ولسواليو کې په دولتي تأسيساتو او ځواکونو خپل بريدونه تر پخوا څو چنده زيات کړي چې په تيره یوه مياشت کې يې اته ولسوالۍ، لسګونه پوستې سقوط کړي او د دولتي ځواکونو د تګ راتګ پرمخ يې لويې او مهمې لارې تړلي دي.
طالبانو د وږي مياشتې په اتمه نيټه د تخار ولايت پر درې (بهارک، درقد او چاه آب) ولسواليو بريدونه وکړل چې د امنيې قومندانۍ ویاند خليل اسير وویل، طالبانو د چاه آب ولسوالۍ سقوط کړې او دوی يې د بيرته نيولو هڅې کوي.
طالبانو ويلي و چې په چاه آب کې تر څلويښتو پورې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه راز طالبانو په درقد او ینګي قله ولسوالۍ هم بریدونه وکړل چې د ولايتي شورا غړي عصمت الله قرباني د ينګي قلعه ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ او د تخار د والي ویاند جواد جوهري هم تاييد کړه چې ياده ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له ولکې وتلې ده.
د روانې وږي مياشتې په نوولسمه نيټه د تخار د والي ویاند د درقد او ينګي قلعه ولسواليو د سقوط خبر ورکړ.
طالبانو او چارواکو پر يادو ولسواليو د جګړې پر مهال یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې وکړې.
دغه راز طالبانو په همدغه مياشت کې د تخار خواجه غار او خواجه بهاوالدين ولسوالۍ هم سقوط کړې او د خواجه غار ولسوال محمد عمر وويل، چې طالبانو سره په جګړه کې شپږ سرتيرو ته هم مرګ زوبله اوښتې خو طالبانو بيا په دغه بريدونو کې د زياتو عسکرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
تخار ولايت شپاړلس ولسوالۍ لري او د دغه ولايت له نيمايي زياته برخه باندې طالبان واکمن دي.
همدارنګه طالبانو د وږي مياشتې په اوولسمه نيټه د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ چې په وينا يې د یادې ولسوالۍ د نيولو پر مهال يې په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې لاسته ورغلي دي.
طالبانو د ګذرګاه نور ولسوالۍ د نيولو پر سبا ورځ په کندز کې د دشت ارچي ولسوالۍ تر څنګ د یادې ولسوالۍ ټول ملحقات او درويشت پوستې نيولي دي.
تيره اوونۍ د کندز خان اباد ولسوال حیات الله اميري ازادي راډيو ته وويل، چې طالبانو له څلورو خواوو پر یاده ولسوالۍ بريد وکړ او د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او پوستې يې ونيولې، چې عسکرو ته پکې درنه مرګ زوبله واوښته.
پرون د شنبې په ورځ د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ مرکز، د ګرانې، ګنج اباد او شيوان سیمې هم طالبانو سقوط کړي دي چې په وينا يې ، له دولتي ځواکونو يې په زیاته اندازه مهمات او وسلې هم نيولي دي.
دغه راز طالبانو په شمال کې د دولتي ځواکونو او چارواکو پر مخ لويې لارې تړلي او له تيرو څو ورځو راهیسې، د کندز تخار، کندز خان اباد، د کابل شمال لاره تر جوزجان پورې، د تخار لويه لاره، د بغلان پلخمري او شاوخوا ولسواليو ته ټولې لارې تړل شوي دي.
طالبانو تيره میاشت په کندز، فراه، او پلخمري ولايتونو هم بريدونه وکړل چې لسګونه پوستې يې ونيولې او یاد ولايتونه سقوط ته نږدې شوي و.
د شنونکو په باور، د طالبانو دغه ډول پراخ بریدونه او په یوه مياشت کې د څو ولسواليو او لسګونه پوستو نيول او د ولايتونو د سقوط ګواښ د طالبانو د قوت نښه ده، چې ښايي راتلونکي اوړي کې ځينې بشپړ ولايتونه هم د طالبانو لاسته ولويږي.



