جان ګلېزر: په امریکا له افغانستان څخه داحتمالي بریدونو ادعا بې بنسټه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)

واشنګټن مېشت لوړ پوړی امریکایي چارواکی او د لېبرترین کتو انسټیټیوټ د بهرنۍ تګلارې مشر جان ګلېزر انډیپینډینټ ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستانه پر امریکا د احتمالي برید خبره بې بنسټه ده.

د نوموړي په باور لومړی خو به وسلوال بیا پر امریکا د برید جرئت ونه کړي او بله دا چې وسلوالې ډلې د اوس لپاره ځپل شوي او دومره وړتیا نه لري چې یو ځل بیا د سپټمبر ۱۱مې په څېر ستر بریدونه وکړي.

هغه ویلي اوس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور اړتیا نه لیدل کېږي، خو د امریکا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ خبرداری ورکړی دی چې افغانستان د وسلوالو له جدي ګواښ سره مخ دی او افغان امنیتي ځواکونه لا هم د امریکایي ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

هغه ویلي، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده او د سولې تر راتلو مخکې باید دوی له افغانستانه ونه وځي.

خو ځینې نور امریکایي سیاسیون بیا افغانستان دامپراطوریو هدیره او روانه جګړه دویتنامۍ ناکامې جګړې تکرار معرفي کوي، یاد سیاسیونو خپل حکومت ته بار بار سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره روانې جګړې ته دپای ټکی کېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button