د حکمتیار سپینې خبرې!!

د طلوع تلویزیون په پرلپسې توګه ولسمشرۍ ته له کاندیدو نوماندانو سره د مرکو لړۍ پیل کړې ده، تېره شپه یې حکمتیار صېب مېلمه کړی و، حکمتیار صېب د نورو نوماندانو په څېر تر بوسو لاندې اوبه تېرې نکړي، سپینې سپینې خبرې یې وکړې بلکې د ملت د زړه خبرې یې وکړې.
د یوه حدیث شریف مفهوم دی چې الله تعالی دا دین په یوه فاسق شخص هم ساتلی شي، ځکه خو الله تعالی په قرآن کریم کې اعلان هم کړی چې: انا نحن نزلنا الذکر و انا له حافظون() یعنې دا دین مونږ نازل کړی او مونږ یې ساتو، نور د الله تعالی خوښه ده چې په چا یې پیرزوینه وشي په هغه یې ساتي، تاسې ولیدل سره له دې چې حکمتیار صیب د جهاد سنګر پرېښود او د امریکا په لاس له کېنول شوي حکومت سره یو ځای شو، چې د ډېری خلکو تر انتقاد لاندې راغی، خو داسې ښکاري چې حکمتیار صېب سره له دې چې د جهاد پرېښودو ته یې زړه ښه کړ خو له پرونیو څرګندونو یې په ډاګه معلومیږي چې لا یې هم زړه له ایمانه ډک دی او هیڅکله هم له خپل دین نه تنازل نه کوي، حق وايي، د حق لپاره کار کوي او په زړه یې د اسلامي نظام د راوستو هیلې لا هم تاندې دي.
حکمتیار صیب نه پوښتنه وشوه چې آیا د طالبانو جهاد په حقه دی؟ هغه وویل هو ځکه چې د کفارو په مقابل کې دی او د دین نه د دفاع لپاره سرښندنې ورکوي.
بله پوښتنه ورڅخه دا وشوه چې آیا احمدشاه مسعود او امان الله خان اتلان دي؟ هغه وویل نه! ځکه اتلان هغه څوک دي چې قرباني یې ورکړې، او دوی هیڅ ډول هغه قرباني نده ورکړې چې پواسطه يې د اتلانو لقب خپل کړي.
د طلوع تلویزیون چې تل د شیطان دنده ترسره کوي، د حکمتیار صیب په دې ناسته کې یې نغمه هم رابللې وه، طلوع په دې او نورو پوښتنو سره خورا هڅه وکړه څو د حکمتیار صیب اړ کړي چې له خولې داسې څه وباسي چې هغه د اسلام خلاف وي، خو حکمتیار په خپل منطق او پخې تجربې سره په دې بریالی شو چې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.
نغمې وپوښتل چې حکمتیار صیب! که ولسمشرۍ ته ورسیږي آیا ما او نورو ډمانو ته به اجازه راکړې چې په غازي سټیډیوم کې سندرې ووایو؟ حکمتیار صیب ورته وویل چې انسان ډېر با ارزښتنه مخلوق دی، چې اسلامي حکومت راشي نغمه به په خپله ووايي چې سندرې نه وایم بلکې سنګر ته تلو ته اماده یم.
حکمتیار نه د کمونست نجیب په اړه پوښتنه وشوه هغه وویل چې نجیب او زه یو وخت دواړه د کابل پوهنتون د محصلینو د اتحادیې کلیدي غړي وو، او تل به یې ما سره د اسلام په اړه بحث او مباحثې کولې، یوه ورځ یې د پوهنتون له مینار سره راسره بحث پیل کړ، هغه د شوروي اتحاد توصیف وکړ، ما ورته وویل چې شوروي اتحاد غواړي افغانستان هم د آسیا د نورو منځینیو هیوادونو په څېر ایل کړي، نجیب وویل تر دې بل ښه کار نشته!!
د طلوع تلویزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي اردو سرتېرو په اړه څه نظر لرې؟؟ حکمتيار وویل چې هغوی ټول د کور د نفقې د پیدا کولو په موخه دغه ارګان ته تللي دي، چې دا هم یو روڼ حقیقت دی چې هیڅوک ورڅخه سترګې نشي پټولای.
دا چې حکمتيار په کوم ډول دې نظام ته تسليم شو او په کوم ډول بيا انتخاباتو ته ودرېده ټول ملت ته بربنډه ده، مګر دا چې اوس حکمتيار د غني د نظام په اړه راڼه حقائق وايي له يوې خوا دغه خبرې د حکمتيار صېب زړه ورتيا بلل کېږي او له بلې خوا بيا د غني د نظام حماقت هم بلل کېږي ځکه چې يو شخص چې له شپاړس کاله يا اوولس کاله جنګ وروسته سولې ته راستون شي او يا هم کوم نظام ته تسلیم شي، نظام بايد نوموړی شخص او ګوند ښه وساتي او داسې د مور او ميرې چلند ورسره ونه کړي چې د هغه خوله دې په ناويلو څيزونو بلده شي. خو دا چې غني بېچاره په خپله غلام دی نو نه په سوله پوهېږي او نه هم د ملي اشخاصو په ساتلو!
بلکې يوازې د امریکايي ګټې لپاره د ولس وژلو ته ژمن دی او ښه ورته تکړه او بس.



