کندهار کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۵، دوشنبه)

د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په زغره وال ټانګ ماین چاودنه شوې چې د ځايي سرچينو په وينا بهرنيانو ته پکې تلفات اوښتي دي.

چاوده پرون ماښام د يادې ولسوالۍ مربوط په کلانتر سیمه کې د بهرنيانو د ګزمې پر موټر ترسره شوې ده.

طالبانو د چاودنې مسؤولیت په غاړه اخيستی او ویاند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکي، د ماین په چاودنه کې د امریکايانو ټانګ تخريب شوی او پکې سپاره اشغالګر مړه او ټپيان شوي دي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دی ويلي.

د چاودنې ځای ته نږدې سرچینې وايي، د بهرنيان ټانګ په مکمله توګه تخريب شوی او پاتې ټوټې يې په بل زغره وال ګاډي کې يوړلې.

په کندهار کې وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو زغروال موتر د طالبانو د کمین او چاودنو هدف ګرځي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو تر ډيره په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه خپل تلفات له رسنيو پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button