ټرمپ: که د سعودي د تيلو په چڼځای بریدکوونکي معلوم شي؛ پرضد به يې پوځي ګام پورته کړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۵، دوشنبه)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که د سعودي د تيلو په چڼځای بريد کوونکي معلوم شي نو پر ضد به يې پوځي ګام پورته کړي.
ټرمپ په یوه تازه ټويټ کې ليکلي، که معلوم شي چې دا کار چا کړی نو د موضوع له تاييد سره پوځي ګام ته تيار یو په خبره يې د سعودي نظر ته منتظر یو چې د دوی په باور دغه برید چا کړی او د کومو شرايطو له مخې ترسره شوی دی.
د شنبې په ورځ د سعودي د ارامکو شرکت د تيلو په دوو چڼځايونو هوايي بريدونه ترسره شول چې د ارامکو شرکت مسؤولینو په وینا د تيلو په توليد کې ۵،۷ميلیون بېرله کموالی راغلی دی.
د دغه برید سره په نړيوال بازار کې د تيلو د هر بيرل بیه نوولس سلنه ډيره شوې، تر ۷۱،۹۵ ډالره پورته شوې او د امریکا په شمول په ځینو هيوادونو کې د تيلو بيې لوړې شوي دي.
ښايي د سعودي د ارامکو شرکت د یادو زيرمو بيا ځلې فعالول څو اوونۍ وخت واخلي.
د دغه بریدونو مسؤولیت په یمن کې حوثي مليشو په غاړه اخيستی خو امريکا ګومان کوي چې دغه برید به ایران ترسره کړی وي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير د امریکا تورونه رد کړي خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، داسې ثبوتونه نه شته چې له یمن څخه د سعودي پر بټيو بريدونه تاييد کړي.
سعودي او د لويديځ هيوادونو پوځي ټلواله د یمن د حکومت ملاتړ کوي خو ایران بيا د حکومت ضد حوثي وسله والو سره مرسته کوي.



