افغانستانه دبهرنیو ځواکونو پر وتلو دوو لوړ پوړو امریکایي چارواکو لفظي شخړه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

له افغانستانه دبهرنیو قواوو د وتلو پر سر د سناتور رانډ پال او د ولسي جرګې استازي لیز چیني تر مینځ لفظي شخړه رامنځته شوې.

د امریکايي عسکرو د وتلو پر سر د جمهوريپال سناتور، رانډ پال، او د ولسي جرګې د جمهوريپالي استازي، لیز چیني، تر مینځ په ټویټر کي ګرمه مناظره شوې ده.

سناتور پال د ټرمپ له هغې فیصلې څخه ملاتړ کړی چې د افغانستان د کشالې پر سر يې خپل د ملي امنیت مشاور، جان بولټن، پسي واخیست.

خو اغلې لیز چیني د افغانستان، عراق، او نورو جنګونو شوقي او ګرګي ده. هغه لیکي چي رانډ پال د سپټمبر د یوولسمې تروریسټي حملې هیرې کړي دي، او غواړي چي‌ ترورسټانو ته «تسلیم» سي.

رانډ پال يې په جواب کي لیکي: «ولي لا نیوکان اوس هم د بې پایانه جنګونو ملاتړ کوي؟ راځئ چي پر امریکا باندي تمرکز وکړو، نه پر افغانستان باندي.»

د سناټور رانډ‌ پال او د وکیلې لیز چیني روانه لفظي مناقشه په جمهوريپال حزب کي د افغانستان د جنګ په اړه دننه په ګوند کي د نظر اختلاف ښيي.

د جمهوريپال د نیوکان جناح په افغانستان کي د جنګ د دوام او د افغانانو پر کورونو او کلیو باندي د بمباریو ډېروالی غواړي، خو د حزب نور اعتدالي غړي د جنګ ختمول غواړي.

دا اختلاف د ځینې راپورونو په اساس خپل وروستي اوج ته رسېدلی، خو غوڅ اکثریت امریکایي وګړي او سیاسیون ددې ناکامې جګړې پای غواړي.

مربوطه مطالب

Back to top button