امريکا به اخر هم  د طالبانو پر شرائطو سوله کوي!!

غورځنګ

د امريکا ولسمشر ټرمپ چې اوونۍ خوا او شا وړاندې د سولې خبرې په ټپه ودرولې او داسې يې وليکل چې د طالبانو ورستي بريدونه د سولې د خبرو د درېدلو لامل شول، خو د شنونکو پر باور امریکا له سولې پر ته بله لار نه لري او امریکايي عسکر اوس په افغانستان کې د محاصرې په حالت کې واقع دي.

امریکا اتلس کاله کېږي چې بې هفه او بې ګټې جګړه يې به افغانستان کې پيل کړې ده، په دې اتلسو کلونو کې امریکا ډېرې داسې هڅې وکړې چې ګومان کېده په ترڅ کې به يې طالبان مات او ووېشل او افغانستان به د دوی ناندريو ته خوشې شي خو بريالي نشول نو د سولې او مذاکراتو تر غولوونکو نومونو لاندې دغه هڅه په يوه بله بڼه پيل کړه، خو کله چې  د امريکا دغه هڅه هم ناکامه شوه نو وروسته له هغه يې د سولې خبرې ودرولې، د ځينو شنونکو په باور په امريکا کې د کېمپ ډېوېډ تر نامه لاندې يو ځای دی چې امریکا پکې څو دا ډول تړونونه په نوموړي ځای کې تر سره کړي دي،

د بېلګې په ډول د فلسطين ياسر عرفات هم دغه ډېوېډ کېمپ ته بلل شوی و چې په ترڅ کې پرې يو غولوونکی تړون چې د فلسطيني مسلمانانو په تاوان تمام شو؛ لاسليک شو.

دغه رنګه څو نور تړونونه هم په دغه ځای کې لاسليک شوي وو.

امریکا داسې دام جوړ کړی وو چې کومه د سولې مسوده چې له طالبانو سره لاسليک کېږي دغه به په همدغه شکل وي خو د امريکايي ځواکونو وتل به په داسې صورت تر سره کېږي چې يوه اعلاميه به خپرېږي، په اعلاميه کې به داسې لیکل شوي وي چې امريکايي ځواکونه له افغان اوسني بې واکه حکومت سره د يوه تړون په ترڅ کې ووتل. چې په دې سره به د طالبانو هغه ټولې قربانۍ ( الله ج دې نه کړي) بې ځايه لاړې شي او اوسنی جمهوري نظام به بقا ومومي.

خو الله ج چې همېشه يې د صليبي کفارو پلانونه په خپل قدرت شنډ کړي دي د امریکايانو دا پلان يې هم شنډ کړ، او مسلمانان يې د سولې تر نامه له غولوونکې پروسې څخه بچ کړل.

خو د شنونکو پر باور امریکا په افغانستان کې له سولې پرته بله لار نه لري. او امريکا به په افغانستان کې حتماً له طالبانو سره د طالبانو د شرائطو مطابق سوله کوي.

شنونکي د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات او بيا امریکا ته د طالبانو شرطونه داسې ارزيابي کوي لکه يوه پېړۍ مخکې چې انګليسانو ته د وزير محمد اکبر خان په مشرۍ افغان مجاهدينو کوم درې شرائط وړاندې کړي و،  چې:

۱ــ ټول انګرېزان که نظامي وي او که غير نظامي؛ له افغانستان څخه به وځي.

۲ــ انګرېزان به له شپږو توپونو پرته هېڅ قسمه نظامي اصلحه له افغانستان څخه نه وړي.

۳ــ د شپږو لويو انګرېزانو کورنۍ به له افغان مجاهدينو سره برمته وي تر څو چې امير دوست محمد خان له خپلې کورنۍ سره روغ رمټ افغانستان ته راستون شوی نه وي.

دغه پورتني شرائط که څه هم انګرېزانو په لومړي سر کې له افغان مجاهدينو سره نه و منلي خو وروسته په زور دې ته اړ کړل شول چې وې مني.

نو په همدې اساس شنونکي هم په دې باور دي چې امریکا به که هر وخت وي؛ له طالبانو سره د طالبانو شرائط مني او د طالبانو د خوښې سولې ته به غاړه ږدي. ان شاء الله

مربوطه مطالب

Back to top button