اسدالله خالد: دولتي ځواکونه له بهرنیانو بغیر نشي کولی چې طالبانو سره جګړه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یوځل بیا دبهرنیانو له شتون څخه بغیر د طالبانو خلاف دجګړې بریا ناممکنه وبلله.

خالد وویل، بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو ستون فقرات دي او د هغوی له مرستې پرته ښایي افغان نظاميان د وسلوالو ضد جګړه کې له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړې، که څه هم ۹۰ سلنه عملیات د حکومتي ځواکونو له لورې ترسره کېږي خو دوی لا هم د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ ته اړتیا لري.

خالد دخپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، د امریکا او افغانستان دښمن مشترک دی او هر وخت د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې همغږۍ ښه پایله ورکړې ده.

دخالد په وینا، افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو په ګډون د لسګونه وسلوالو ډلو د له منځه وړلو لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور اړین دی.

دخالد د ننۍ څرګندونو ترمنځ تناقض تر سترګو کیږي، یو خوا اعتراف کوي چې نوي سلنه عملیات دوی تر سره کوي، خوبلې خوا بیا دبهرنیانو موجودیت دخپلو ځواکونو دبریا لپاره اړین بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button