غوڅ ملاتړ: افغانستان کې یو امریکايي پوځي وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۶، سه شنبه)
ناټو په افغانستان کې د یوه امریکايي عسکر د وژل کيدو خبر ورکړی چې په وینا يې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې وژل شوی پوځي امریکايي دی خو د هغه په اړه يې نور معلومات نه دي ښکاره کړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پوځي د افغانستان په کوم ځای کې وژل شوی خو وړم ماښام د کندهار ډنډ ولسوالۍ په کلانتر سیمه کې پر امریکايي زغروال ټانګ د طالبانو له خوا چاودنه شوې وه چې د سرچینو په وينا هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز پرون طالبانو خبر ورکړی و چې د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ مربوط په دون قلعه سیمه کې ګډ ځواکونه د چاپې لپاره ورغلي و چې د طالبانو تر بريدونو لاندې راغلل په وینا يې په يادو بریدونو کې شپږ تنه بهرنيان او د هغوی څو تنه داخلي مرسته کوونکي عسکر ووژل شول.



