غني؛ عبدالله عبدالله سره له مناظرې شاتګ وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

پلان شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوه کاندیدان اشرف غني او عبدالله عبدالله په کابل کې د اریانا په خصوصي تلویزون کې سره په یوې مناظرې کې برخه واخلي، خو ښاغلي غني له مناظرې څخه شاتګ وکړ.

د اشرف غني انتخاباتي ډلې (دولت ساز) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د عبدالله په انتخاباتي کمپاین کې “د افغانستان د نجات لپاره کوم جدي او هر اړخیز پلان” نه دی مشخص شوی او تر څو چې نوموړی د خپلو پلانونو په اړه خلکو ته معلومات ورنکړي، ” دولت ساز ټیم لع هغه سره د مناظرې ته نهدحاضریږي.”

د دولت ساز ټیم دا هم ویلي دي چې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ډله د ټاکنو د مبارزې اخلاق په پام کې نه نیسي او شخصي تورونه لګوي.

له شخصي تورونو څخه په اعلامیې کې نور وضاحت نه دی ورکړل شوي، خو ناظرین وایي، ممکن داهغو دیني پوښتنو ته اشاره وي چې عبدالله عبدالله یې دمزاح په ډول مختلفو ناستو کې له غني څخه کوي.

په همدې حال کې ښاغلي عبدالله چې یوازې مناظرې کې ولاړ و، غني “فراري” وباله او وویل چې په ډېرو مسایلو کې رښتیا نه وايي ځکه نو نن له مناظرې څخه پر شا شو.

عبدالله وویل دا د ښاغلي غني لپاره یوه ښه فرصت و چې د خپلو څرګندونو او پلانونو په اړه یې معلومات ورکړي وای خو داچې حاضر نشو ددوی دپلانونو په عدم موجودیت دلالت کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ کیږي خو لا کاندیدانو په یوې مناظرې کې هم برخه نه ده اخیستې، دا لومړی ځل وو چې دوه مخکښ نوماندان سره مخامخ شي، خو یو لوری شاتګ ته اړ شو.

مربوطه مطالب

Back to top button