طالبانو د بي بي سي هغه راپور رد کړ چې ګنې یوه اوونۍ کې زر طالبان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۶، سه شنبه)

تيره ورخ بي بي سي راپور ورکړ چې د دوی د موندنو له مخې ګنې یوه اوونۍ کې افغانستان کې زر طالبان په جګړو او نښتو کې وژل شوي خو طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپاره کړي غبرګون پاڼه کې ويلي، چې بي بي د اشغالګرو په ګټه تبليغات کوي او غواړي د هغوی د لاسپيکر په توګه یو ځل بيا سړه جګړه پرمخ بوځي.

خبرپاڼه کې راغلي، ” موږ په تیره اونۍ کې د زرو تنو مجاهدینو د تلفاتو بې اساسه ادعا په کلکه ردوو، له دښمن او د هغوی له مرستندویه رسنیو سره هيڅ داسې دلیل شتون نه لري چې ثابته کړي د اسلامي امارت مجاهدینو دې دومره تلفات لیدلي وي”.

طالبان وايي، بي بي سي هغه تلفات هم د طالبانو بولي چې ملکي خلک، ښځې او ماشومان پکې وژل کیږي او د کورنیو او دفاع وزارتونو له خوا طالبان اعلانيږي.

طالبانو په تيره یوه اوونۍ کې په تخار، کندز، فراه، بلخ او بغلان ولايتونو کې د اتو ولسواليو او له سلو زياتو پوستو، قرارګاوو د نيولو او کابل کې پر نظامي اهدافو د بريدونو یادونه کړې چې په وينا يې سلګونه عسکر پکې مړه او ټپيان شول چې دښمن ته د درنو تلفاتو اوښتو ښکاره دليل دی زياتوي بي بي سي بې له دې چې رسنيز بې پريتوب مراعات کړي د طالبانو نظر هم په یاد راپور کې واخلي، په جګړه کې د زر طالبانو د وژنې بې اساسه پروپاګند خپروي.

مربوطه مطالب

Back to top button