روحاني: امریکا متزلزل سیاست لري، په اسانۍ سره ستونزې نشي حل کولای

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۶وږی، ۱۳۹۸)
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په خپلو تازه څرګندونو کې پر امریکا سختې نیوکې کړي او د متحده ایالتونو سیاست یې متزلزل بللی دی.
خامنه اي ویلي چې امریکا متزلزل سیاست لري او همدا لامل دی چې ستونزې په اسانۍ سره نشي حل کولای.
نوموړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو په اړه وویل چې له امریکا سره نور باید د خبرو اترو دروازه په مکمل ډول وتړل شي.
خامنه یي دا خبرې نن په ایران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.
د خامنه یي په وینا چې امریکا له اسلامي هیوادونو سره پر ښو او نیکو اړیکو باور نه لري او په ټکو یې چې واشنګټن له تهران سره هم د ستونزې حل له سولییزې لارې نه غواړي.
نوموړي د امریکا لخوا پر ایران بندیزونو ته په اشارې ویلي چې ایران به د دې فشارونو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
خامنه اي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د خبرو په اړه وویل چې له دې هیواد سره پرته له شرطه خبرې ناشونې دي.



