ټرمپ: د سعودي په بریدونو کې د ایران لاس شته

کام( سه شنبه، ۲۶وږی، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پوره باور سره ویلي چې په سعودي کې د تیلو پر سترو مرکزونو برید کې د ایران لاس شته.

ټرمپ چې په دې اړه یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې زیاته کړې چې په ایران تر هغو برید نه کوي، ترڅو چې یې نور ثبوتونه او اسناد هم نه وي ترلاسه کړي.

دی وایي، دوی لګیا دي چې د دې موضوع په اړه نور مالومات هم ترلاسه کړي او بیا به یې له خبریالانو سره شریک کړي.

د ټرمپ په وینا، که څه هم امریکا هغه هیواد دی چې تل یې تر بل هر چا زیات جګړې ته تیاری نیولی خو دی وایي چې ما ته جګړه خوند نراکوي او غواړم چې جګړه ونه شي.

په سعودي کې د تیلو پر مرکزونو برید یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د سعودي د تیلو پر مرکزونو له برید وروسته په نړیوال بازار کې د تیلو بیې مخ پر لوړیدو رهي دي او په امریکا کې هم د تیلو بیه لوړه سوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button