ولسمشر غني په دروغو د خپلو عسکرو مورال لوړوي!!

غورځنګ
له کومه وخته چې سوله لغوه شوې او ټرمپ د طالبانو د ځپلو دعوه کړې ده او اونۍ مخکې يې ويل چې ګواکې په څلورو ورځو کې دوه زره طالبان وژلي دي، سم له واره ولسمشر غني هم دغه خبر تائيد کړ، خو په خواله رسنيو کې دغه خبر له سخت غبرګون سره مخ شو او شنونکو د دغه غبرګون په ترڅ کې ولسمشر غني د سختو درواغجنو خلکو په کتار کې وشمېره، کله نا کله خو به کوم يوه ليکوال ولسمشر غني د لومړي دولت وزيري نوم ورکولو.
خو په هر صورت شايد ټرمپ هم له حقائقو خبر شوی وي ځکه خو اوس د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه وايي. خو ولسمشر غني لکه همدا موضوع يې چې په لومړي ځل پيدا کړې وي، وياند يې صديق صديقي اعلان وکړي چې د سمنګانو لپاره يې د طالبانو له لوري نومول شوی والي وژل او کله کله بيا هم د ډېر زيات شمېر طالبانو د وژلو دعوه کوي.
بل خوا د افغانستان د ملت تاريخي دښمنه رسنۍ بي بي سي هم په افغانستان کې د زر طالبانو د وژلو راپور خپور کړ چې ګواکې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په څو ورځو کې زر طالبان وژل شوي دي.
يو لنډه تحليل:
دا جنګ چې د افغانستان د ملت او د امريکا تر منځ دی ټوله نړۍ يې ويني، لومړی امريکا او د دوی لاسپوڅی حکومت په داسې حال کې و چې د افغانستان زياتره سيمې يې په لاس کې وې، طالبانو چريکي عمليات پيل کړ نو حکومت يې اخر هم دفاعي حالت ته راووست يعنې لومړی يې ډېرې سيمې ترې ونيولې او بيا يې حکومت په ښارونو کې خپلې دفاع ته اړ وېست.
نو اوس که چېرته په رښتيا سره دومره طالبان وژل شوي وای، طالبانو به په دوه اونيو کې اته ولسوالۍ نيولې وای؟؟
دا چې دولت او امریکا اوس د ضعف په حالت کې قرار لري، او بيا په يوه اونۍ کې درې زره طالبان وژني نو هغه وخت چې امريکا او لاسپوڅی نظام يې په قدرت کې و، څومره طالبان به يې وژل؟؟
يوه احصائيه!!
امريکا چې له کومه وخته پر افغانستان حمله کړې ده له هغه وخته تقريباً اتلس کاله کېږي او له کومه وخته چې د طالبانو قوي فعاليت پيل شوی تقريباً هغه له ۲۰۰۳ کال راهيسې دی.
نو راځئ! چې حساب کړو چې دولت به په تېرو پنځلسو کلونو کې څومره طالبان وژلي وي په داسې حال کې چې په يوه اونۍ کې درې زره طالبان وژني؟؟
يو کال تقريباً ۵۰ اونۍ کېږي او پنځلس کاله بيا ۷۸۲ اونۍ کېږي نو په اصطلاح کې ګډو ځواکونو به په اتلسو کلونو کې د دوی د اعلان شوي شمېر له مخې تقريباً درويشت لکه طالبان وژلي وي.
نو اوس فکر وکړئ! چې ټول طالبان څومره دي؟ او هغه وخت چې د طالبانو واکمني وه، آيا په دومره شمېر طالبان په افغانستان کې برابرېدل؟؟
کله چې د طالبانو شمېر درويشت لکه وای نو کله به ګډ ځواکونه تر اوسه په افغانستان کې وای!
نو په پای کې په ولسمشر غږ کوو چې جګړه په دروغو نه ګټل کېږي بلکې د جګړې د ګټلو او په جګړه کې مورال نه بايللو اصل عامل ايمان دی.
چې تاسو ګډ ځواکونه له دغه اصل توکي څخه محروم يئ! نو ځکه خو همېشه په جګړه کې پاتې راځئ! او طالبان چې د جګړې لپاره اصل توکی (ايمان) لري؛ پر تاسې همېشه برلاسي دي.
نو ولسمشره!!
که چېرته پر دغسې درواغجنو اعلاناتو باندې تاسو د خپلو عسکرو مورال لوړوئ! دا ممکنه نه ده. ځکه چې ستاسو ځواکونو ته د جګړې حالت معلوم دی. چې څوک په کې ډېر تلف کېږي او څوک ډېر تسليمېږي؟؟
نو لطفاً نړيوال ټول ستاسو دروغو ته متوجه دي. د افغانستان په تاریخ کې به بل داسې درواغجن شخص نه وي تېر شوی لکه تاسو چې يئ!
په پای کې يو ځل بيا وايو چې جګړه په درواغو نه ګټل کېږي. بلکې په ايمان ګټل کېږي.



