د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د طالبانو د یو هیأت سفر تائید کړ

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۶وږی، ۱۳۹۸)
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره سر ته رسیدلي مذاکرات لغوه کړل، د دوی د سیاسي دفتر د غړو لخوا د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل شوي.
تیر ماخستن ناوخته طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې د دوی دوه هیأته یو د ملا عباس په مشرۍ روسیې او بل د ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ ایران ته تللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغه سفر تائید کړی دی.
د دې وزارت ویاند عباس موسوي ویلي چې د طالبانو یو پلاوی تهران ته رسیدلی ترڅو د افغان سولې په اړه پر وروستیو حالاتو خبرې وکړي.
طالبانو ویلي چې کیدای شي د دوی پلاوي د سیمې ځینو نورو هیوادونو ته هم سفر وکړي.
ویل کیږي له دې وروسته ممکن د طالبانو یو پلاوی د چین پر لور وخوځیږي.



