دناټوملکي استازی: ډېر ژر به بیا دطالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات پیل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې یوځل بیا خبر ورکړی چې ډیر ژر به یوځل بیا دطالبانو او امریکا ترمنځ متوقف شوي مذاکرات یوځل بیا پیل شي.
نیکولاس کې په مزار شریف ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال دا خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، ناټو په دامهال افغانستان کې د ټاکنو د امنیت په تامین کې همکاري کوي.
د نوموړي په خبره دوی ژمن دي چې په افغانستان کې د شفافو ټاکنو د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.
کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.
دده په وینا د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات کولی شي افغان جګړه ختمه کړي او ډېر ژر به دغه مذاکرات بېرته پيل شي.
نیکولاس کې په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي خو وایي ناټو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله همکاري نه سپموي، خو تر څنګ یې د حکومتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته هم ادامه ورکوي.



