د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان کې د “يوناما” ماموريت وغځاوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۷، چهارشنبه)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پريکړې له مخې، افغانستان کې د يوناما ماموريت تر شپږو مياشتو پورې غځول شوی دی.
امنیت شورا پرون د سه شنبې په ورځ په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د یوناما رول مهم ګڼلی او له غونډې وروسته يې په خپره کړې اعلاميه کې د ۲۰۲۰ د سپتمبر تر اوولسمې نيټې پورې د ياد ماموريت د غځولو اعلان وکړ.
افغانستان کې د یوناما د سياسي ماموريت د غځولو د سند پر متن د امریکا، چین او روسيې تر منځ اختلاف و چې چين پکې د “يو کمربند یوې لارې” د پروژې ليکلو غوښتنه کوله خو امریکا ورسره موافقت نه ښيي.
چين په یاد پروګرام کې د یو ټريليون ډالرو د پروژې ورګډولو غوښتنه کوي خو امريکا د یوناما ماموریت کې د يادې پروژې ورګډول ضروري نه بولي.
پرون د سپتمبر په اوولسمه په افغانستان کې د یوناما ماموريت پای ته ورسيد چې بيا ځلې تمديد لپاره يې ګډه غونډه جوړه شوې وه.
په تيرو درې کلونو کې د یوناما ماموریت تر یو- یو کال غځيدلی و خو دا دوهم وار دی چې ملګري ملتونو افغانستان کې د يوناما ماموريت تر شپږو مياشتو پورې غځوي.



